ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې تر سل کيلومتره ډېر سړک پخېږي

په جوزجان کې تر سل کيلومتره ډېر سړک پخېږي

author avatar
28 Nov 2011 - 15:22
په جوزجان کې تر سل کيلومتره ډېر سړک پخېږي
author avatar
28 Nov 2011 - 15:22

شبرغان (پژواک ٧ ليندۍ ٩٠): د جوزجان ولايت په مربوطاتو کې تر سل کيلومتره ډېر د سړک پخولو چارې پيل شوې.

پر دغو سړکونو، چې د دغه ولايت د قوش تپه او درزاب ولسواليو اړوند دي، د سويډن هېواد د بيارغونې ډلې (PRT) له خوا قير اچول کېږي.

په جوزجان کې د سويډن د ولايتي بيارغونې ډلې قوماندان جگړن مگنوس فریکوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سړک له شبرغان ښار څخه پيل او د دغه ولايت تر درزاب ولسوالۍ پورې غځېدلى دى.

فریکوال وويل، چې دغه پروژه د درزاب او قوش تپې ولسواليو په مربوطاتو کې د افغان او ايساف ځواکونو له برياليو عملياتو وروسته، پلې کېږي.

هغه زياته کړه، چې دغه پروژه د ٢٠ ميليون ډالرو په لګښت ترسره کېږي، چې د امريکا او سويډن هېوادونو له خوا ورکول کېږي.

فریکوال دغه ټکي ته هم اشاره وکړه، چې د دغه سړک لومړۍ سروې د دې اونۍ له لومړيو پيل شوې ده.

د ده په وينا، د دغه سړک چارې په نوي ميلادي کال کې د افغاني، سويډني او امريکايي شرکتونو له خوا پلې کېږي.

د جوزجان والي محمدعالم ساعی پژواک ته وويل، چې د دې سروي تر بشپړېدو وروسته، د دغه سړک د ډيزاين کار به تر دوو مياشتو پورې د فوايد عامې وزارت له خوا بشپړ شي.

هغه زياته کړه، چې د دغه سړک له پخېدو سره به د ترانسپورتي وسايطو لپاره لاره لنډه شي.

د ساعي په خبره، چې اوس پر دغه سړک يو ګړندى موټر له شبرغانه تر درزاب پورې په پنځو ساعتونو کې رسېږي، خو له پخېدو وروسته به دغه واټن په يو ساعت کې ووهل شي.

د قوش تپې ولسوالۍ د شېربيګ کلي اوسېدونکي حاجي اسدالله پژواک ته وويل: «که دغه سړک پوخ شي، زموږ يو عالم ستونزې حل کېږي.»

هغه زياته کړه، چې د جوزجان د درزاب او قوش تپې ولسواليو له اوسېدونکو سربېره به د فارياب د گرزیوان  او بلچراغ ولسواليو خلک به هم له دغه سړک څخه ګټه پورته کړي.

هغه څرګنده کړه، شاوخوا ٢٠٠ کورنۍ به، چې ٧٠سلنه يې کروندګراو مالدار دي، پر دغه سړک تګ راتګ ولري.

د يادونې ده، دغه لومړۍ ځل دى، چې د سويډن د ولايتي بيارغونې ډله له جوزجان ولايت سره مرسته کوي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.