جلال اباد (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): ايساف وايي، چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې يې دوه وسله وال مخالفين وژلي، خو ځايي اوسېدونکي وژل شوي ملکي کسان بولي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په اتمه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې له افغان ځواکونو سره يې په ګډه نن سهار وخته په سره رود ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.
سرچينې زياته کړه، دغه عمليات په سيمه کې د القاعدې د يوه ملاتړي، چې افغانستان او پاکستان ته يې تګ راتګ ډېر وو او وسله والو ته يې اکمالات رسول، پر ضد ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د عملياتو پر مهال دوه تنه، چې ګډو ځواکونو ته يې ګواښ پېښ کړى و، د دوى پر ډزو ووژل شول او يو تن شکمن ونيول شو.
د سره رود ولسوال سيدعلي اکبر سادات او د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي دواړو پژواک اژانس ته د سره رود په ډنډ کلي کې د ترسره شوو عملياتو او په ترڅ کې يې د دوو تنو د وژلو پخلى وکړ.
خو دا يې ونه ويل، چې وژل شوي او نيول عام وګړي دي که وسله وال مخالفين.
خو د سره رود ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي زرغون پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوي دواړه وروڼه کېدل او د جهاد پر مهال په اتحاد اسلامي جبهه کې له ده سره يوځاى وو.
هغه زياته کړه، چې وژل شوي د سيمې عام اوسېدونکي وو، خپله مزدوري يې کوله او له وسله والو مخالفينو سره يې هېڅ اړيکې نه درلودې.
د معلم بهادر په نوم د سيمې يوه بل اوسېدونکي هم پژواک ته وويل، چې وژل شوي ملکي وګړي دي.
دى وايي، چې ايساف ځواکونو د عملياتو پر مهال له ياد کور څخه پيسې او سره زر هم وړي دي.
خو ايساف په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن