د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيکا د محاکمو رياست نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د پکتيکا د محاکمو رياست نوې ودانۍ پرانېستل شوه

Nov 29, 2011 - 14:28

ښرنه (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د پکتيکا ولايت د محاکمو د رياست نوې جوړه شوې ودانۍ د پکتيکا د والي او د امريکا د سفير راين کراکر له خوا پرانيستل شوه.د پکتيکا والي محب الله صميم د يادې ودانۍ پرانيستنه د پکتيکاوالو لپاره يوه لاسته راوړنه او دا يې د نړيوالي ټولنې د مرستې او همکارۍ يوه نمونه وبلله.

هغه وويل، چې اوس د دې په څېر په ټول هېواد کې ډېرې دولتي ودانۍ جوړې شوې او نور هم ګڼ شمېر د بيا رغوني چارې روانې دي.

صميم زياته کړه، د دې لپاره، چې خپل مسووليت يې ترسره کړى وي، نو بايد له وخت څخه په ګټې اخيستنې د نړيوالې ټولنې په مرسته د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

د امريکا سفير راين کراکر هم ګډونوالو ته په وينا کې د پکتيکا له والي او د هغه له کاري ډلې مننه وکړه، چې د دوى له لوري دغه ولايت ته منظوره شوې ۱۵۰ ميليونه بوديجه يې د پوهنې، روغتيا، کرنې ، قضا او نورو بنسټيزو پروژو په برخه کې په ښه ډول لګولې ده.

نوموړي د پکتيکا ستراتيژيک موقعيت د افغان دولت او نړيوالو لپاره مهم وباله او ويې ويل، چې له دغه سفر څخه يې موخه هم د پکتيکا د ستراتيژيک موقعيت معلومول و.

خو د پکتيکا ولايت د محاکمو رييس محمدحکيم کونړي د يادې جوړې شوې ودانۍ ځينې نيمګړتياوې وښودې او له چارواکو يې د دغه ولايت د محبس لپاره هم د يوې ودانۍ د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د پکتيکا د محاکمو رياست له دې وړاندې خپله ځانګړې ودانۍ نه درلوده او خپلې رسمي چارې به يې په کرايي او يا په ځينو نورو دولتي ودانيو کې ترسره کولې.

دا په داسي حال کې ده، چې د پکتيکا قضايي ادارې د مامورينو له کمښت سره مخ دي او په ډېرى ولسواليو کې څانګې او کارکوونکي نه لري.

 

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن په خپل ګرځنده ټیلفون کې ډانلوډ کړئ.

اعلانونه

Advertisement