اسعد اباد ( پژواک ١٠ ليندۍ ٩٠ ) : د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله دسړک جوړونې څلور مزدوران ټپيان شول.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نظري د ليندۍ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو ددانګام ولسوالۍ د ډيرۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې د جوړېدونکي نوي سړک مزدوران په يوه موټر کې روان و، چې د ډيرۍ په سيمه کې يې پر موټر چاودنه وشوه.
د نوموړي په وينا، ټپيان د ولايت مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.
د اسعد اباد د مرکزي روغتون سرطبيب ډاکټر فاروق سهاک پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته څلور ټپيان ور وړل شوي، چې ددوو حالت خراب دى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن