ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بن کنفرانس له ګډونوالو د افغاني رسنيو د پياوړتيا غوښتنه وشوه

د بن کنفرانس له ګډونوالو د افغاني رسنيو د پياوړتيا غوښتنه وشوه

author avatar
2 Dec 2011 - 09:45
د بن کنفرانس له ګډونوالو د افغاني رسنيو د پياوړتيا غوښتنه وشوه
author avatar
2 Dec 2011 - 09:45

بن (پژواک ١١ ليندۍ ٩٠): د افغانستان په اړه د بن د نړيوال کانفرانس له جوړېدو مخکې د رسنيو په سيمينار کې د دغه کانفرانس په ګډونوالو غږ وشو، چې د افغاني رسنيو ودې ته بشپړه پاملرنه وکړي.

دغه دوه ورځنی سيمينار، چې د وينرو( VENRO) په نوم د جرمني د نادولتي موسساتو تر چتر لاندې او د جرمني د خبريالانو د شبکي په مرسته د ليندۍ‎ په نهمه او لسمه په بُن ښار کې جوړ شوی وو، د پنځو افغان خبريالانو په ګډون له لسو زياتو جرمني مېشتو خبريالانو په کې ګډون کړی وو.

په هغه پرېکړه ليک کې، چې د سيمينار په پای کې خپور شو، راغلي، چې د بيان د ازادۍ او د رسنيو په برخه کې د تېرو لسو کلنو لاسته راوړنې بايد په هېڅ ډول د کومې سياسي لوبې ښکار نه شي او د ښې حکومتدارۍ لپاره بايد د رسنيو ودې ته لا ډېر پام وشي.

د سيمينار ګډونوالو وړانديز کړی، چې د افغاني رسنيو د سکټور د ودې لپاره دې د مرستو داسې يو صندوق جوړ شي، چې په رڼه توګه د يوې خپلواکې ډلې له خوا اداره شي.

په پرېکړه ليک کې خبريالانو ته ورپېښ ګواښونه، په ځانګړي ډول د ښځينه خبريالانو پر وړاندې شته ستونزې د بيان د ازادۍ پر وړاندې لوی خنډونه بلل شوي دي.

د افغاني رسنيو د ملاتړ په اړه د دغه جوړ شوي سيمينار په پرېکړه ليک کې راغلي: ((روانې جګړې د خبريالانو ژوند له ګواښونو سره مخ کړی، د خبريالانو د فزيکي ژوند د ناخونديتوب له امله، خبريالان په خود سانسورۍ او له پېښو سره په عادي چلند روږدي شوي دي.))

د سيمينار ګډونوالو د دولتي چارواکو له خوا خبريالانو ته د معلوماتو د نه ورکولو له امله نيوکه وکړه، د خبريالانو او په ځانګړي ډول د ښځينه خبريالانو پر وړاندې يې د شته ګواښونو او ستونزو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

په پرېکړه ليک کې د رسنيو د اوسني قانون د بيا کتنې غوښتنه شوې، چې ورسره د عامه رسنيو داسې تعريف وشي، څو په تېره لسيزه کې د هغو رسنيو، چې د مدني ټولنو ملاتړې پاتې شوې، نورې هم غښتلې شي.

دغه راز، معلوماتو ته د لاسرسي د قانون د تصويب او پلي کولو لپاره د ملاتړ غوښتنه هم د سيمينار د ګډونوالو له خوا شوې ده.

د ياد سيمينار په پرېکړه ليک کې له دې امله اندېښنه ښودل شوې، چې خپلواکې رسنۍ د بي انډوله او د لنډمهالو نړيوالو مرستو له امله زيانمنې شوې او تر دې دمه هېڅ يوه نړيوال کنفرانس د رسنيو د پياوړتيا لپاره ځانګړې پاملرنه نه ده کړې.

په پرېکړه ليک کې يادونه شوې، چې پر رسنيو او د بيان د ازادۍ د کنټرول د لاسته راوړلو لپاره زورواکو او جګړه مارانو د رسنيو ملکيت لاسته راوړی او په دې برخه کې يې په خپلو کې سره په سيالۍ پانګونه کړې ده.

په پرېکړه ليک کې د ژورناليزم د يو داسي انسټيټيوټ د جوړېدو غوښتنه شوې، چې ورسره د لنډمهالو روزنيزو کورسونو ځای اکاډميکې زده کړې ونيسي.

  د سیمینارګډونوال په دې عقېده دي چې، د ۲۰۰۶ زيږديز کال راهيسې په افغانستان کې د جګړي په خورېدو ،رسنۍ د وسله والو ‌طالبانو او بهرنیوځواکونو ترمنځ د جګړي وسيله ګرځېدلې او خلک د بيان ازادۍ له حق څخه محروم شوي دي.

د سيمينار يوه ګډونوال او د کليد ميډيا ګروپ مشر شهير ‌ذهين وويل، چې د ۲۰۰۵ زېږديز کال د ولسمشرۍ له لومړۍ ټاکنو مخکې چې کومې مرستې د رسنيو د ودې لپاره کېدې، هغه کمې شوې او پر خپلواکو رسنيو يې ناوړه اغېزه ښندلى، ان دا چې ډېرى رسنۍ تړل شوې دي.

ده اندېښنه وښوده، چې که په راتلونکو درېيو کلونو کې افغان ځواکونو ته د قدرت د لېږد د پروسې له پاى ته رسېدو سره سم، پر رسنيو مرستې کمې شي، نو له امله به يې ډېری خپلواکې رسنۍ وتړل شي.

د سيمينار پر مخ وړونکي مارتين جيرنر ( Martin Gerner) پژواک اژانس ته وويل، چې د بن د لومړي نړيوال کنفرانس په پايله کې د افغاني رسنيو رامنځته کېدل او پرمختيا لويه لاسته راوړنه وه.

مارتين زياته کړه: ((د دويم بن کنفرانس په حاشيه کې د دغه سيمينار موخه دا وه، چې په ولسواکه او ډموکراتيکه ټولنه کې د افغانستان د خپلواکو رسنيو ساتنه وشي او نوره پياوړتيا يې يقيني شي.))

د دویم بن کنفرانس په حاشيه کې ، د افغانستان د مدني ټولنې ۳۴ استازي د دسمبر په دويمه او درېيمه نيټه او د افغان ښځو د شبکې ۱۰ ښځينه غړي هم غونډي لري .

  د ډسمبر مياشتې په پنځمه نېټه د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړېږي، چې په کې شاوخوا د سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

 په دغه کنفرانس کې به افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پر پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريو او د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وشي.

 د افغانستان لپاره د بن لومړى نړيوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په ١٣٨٠لمريز کال کې د امريکا تر مشرۍ لاندې جوړ شو؛ د دغه کنفرانس د پرېکړو په رڼا کې، په افغانستان کې لنډمهال او انتقالي حکومتونه رامنځته او اساسي قانون جوړ شو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.