کابل (پژواک ١١ ليندۍ٩٠): ولسمشر حامد کرزى د يوه لوړ رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ د بن په دويم کانفرانس کې د ګډون په موخه نن له غرمې مخکې المان ته روان شو.
د بُن دويم کانفرانس، چې په پام کې ده د راتلونکې دو شنبې په ورځ پيل شي، له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره په سياسي، اقتصادي او نظامي برخو کې د نړيوالې ټولنې د مرستو په اړه د خبرو اترو په موخه جوړيږي.
په دغه کانفرانس کې د نړۍ د ١٠٠ هېوادونو چارواکي او د ۱۵ نړيوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.
د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د ليندۍ په ١١مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزى به د بن کنفرانس ته په خپله وينا کې د افغانستان او نړيوالې ټولنې د ګډو لاسته راوړنو، د سولې د بهير او له نړۍ سره د ستراتيژيکو همکاريو په اړه هر اړخيزه وينا وکړي.
خبرپاڼه زياتوي، چې امنيتي ننګونې، اقتصادي بنسټونو او بيارغونې ته نه پاملرنه او په افغانستان کې د موازي جوړښتونو د شتون ستونزه، د ولسمشر حامد کرزي د وينا يوه بله مهمه برخه جوړوي.
دغه راز د يادې خبرپاڼې له مخې په پام کې ده، چې حامد کرزى به د بن د دويم کانفرانس په حاشيه کې د ملګرو ملتونو د سازمان له سر منشي بانکي مون، د المان د بهرنيو چارو له وزير ګيدو وستروله او د نړۍ له يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره، چې په دغه کنفرانس کې برخه اخلي، کتنې او خبرې اترې ولري.
سرچينه کاږي، چې حامد کرزى به د راتلونکې دوشنبې په ورځ له بن څخه د برلين ښار ته ولاړ شي او د المان له لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل او د دغه هېواد له ولسمشر کريستين ولف سره وګوري او ټاکلي شوې، چې د المان له لومړۍ وزيرې سره به په يوه ګډه خبري ناسته کې هم ګډون وکړي.
د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په پام کې ده، چې ولسمشر کرزى د بن کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر لندن ښار ته روان شي.
خبرپاڼه ليکي، چې حامد کرزى به لندن ته په خپل سفر کې د بريتانيا د لومړي وزير ډيويد کامرون او د هغه هېواد د وليعهد شهزاده چارلز سره پر کتنو سربېره، د افغانستان او بريتانيا تر منځ د اوږدمهاله همکاريو هوکړه ليک هم لاسليک کړي.
دغه راز ټاکل شوې، چې حامد کرزی به په لندن کې د اقتصاد او سياسي علومو په پوهنتون کې محصلينو او د فکري بنسټونو محقيقينو ته وينا وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، چې له ولسمشر حامد کرزي سره د بن کنفرانس د ګډون په موخه په دولتي پلاوي کې د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي، د مشرانو جرګې رييس فضل الهادی مسلميار، ستر وزير هدايت امين ارسلا، د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمی رسول، د ملي دفاع وزير سترجنرال عبدالرحيم وردګ، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال، د کار او ټولنيزو چارو وزيره امنه افضلي، د عامې روغتيا وزارت سرپرسته ثريا دليل، د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسن بانو غضنفر، لوی څارنوال محمداسحق الکو، د جمهور رييس مشاور او د لېږد د کمېسيون رييس ډاکتر اشرف غني احمدزی، د عالمانو د سراسري شورا رييس مولوی قيام الدين کشاف او د بشر د حقونو د کمېسيون رييسه سيما ثمر او يو شمېر نور دولتي چارواکي ملتيا کوي.
د افغانستان لپاره د بن لومړى نړيوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په ١٣٨٠لمريز کال کې د امريکا تر مشرۍ لاندې جوړ شو.
د دغه کنفرانس د پرېکړو په رڼا کې په افغانستان کې لنډمهال او انتقالي حکومتونه رامنځته او اساسي قانون جوړ شو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن