ژبه

په ختيځو ولايتونو کې د ګوزڼ ضد واکسين پيل شو

عبدالمعيدهاشمى

۱۳ لیندی ۱۳۹۰ - ۱۴:۴۵

Views: ۱۰۳

جلال اباد (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٠): د ختيځو ولايتونو له پنځو کلونو کم عمره ٧٧١ زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين د ورکولو درې ورځنى کمپاين نن (د ليندۍ ١٣مه) پيل شو.

د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو له ٥٣ اداري واحدونو څخه د نا امنۍ له امله د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې دغه کمپاين نه ترسره کېږي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر بازمحمد شېرزاد د دغه کمپاين د پيلولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کال دا وروستى کمپاين يې د ماشومانو د نړيوال صندوق، نړيوالې روغتيايي ادارې او روټري کلب په مرسته پيل کړ.

هغه زياته کړه، چې دغه کمپاين يې د ٥٥٠٠ رضاکارانو پر مټ پيل کړى او دغه واکسين به ياد شمېر ماشومانو ته د خولې له لارې ورکړل شي.

د نوموړي په وينا، چې په روان زېږديز کال کې يې ١٣ دورې کمپاين ترسره کړى، چې اته يې په ملي، څلور يې په سيمه ييزه او يو د سرحدي ولسواليو په کچه و.

ډاکتر شېرزاد وويل، چې د ختيځ نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د ناامنۍ له امله روغتيايي کارکوونکي نه شي کولاى سيمې ته د ګوزڼ ضد واکسين ورسوي.

هغه وايي، چې د سږنيو سيلابي اورښتونو او نا امنۍ له امله کډوالۍ دې ته اړ کړي، چې د يوه کال لپاره د کمپاين موده نوره هم وغځوي.

د نوموړي په وينا، تېره مياشت د ننګرهار په لعلپورې او د کونړ په دانګام ولسواليو کې د ګوزڼ ٢ مثبتې پېښې ليدل شوې وې، چې د ټول هېواد په کچه دغه ډول ٥٨ پېښې ثبت شوې دي.

د يادونې ده، چې د کال په دغه وروستي پروګرام کې ٦٦٣ ملا امامان او ښوونکي په جوماتونو او ښوونځيو کې نالوستو وګړو ته د ګوزن په اړه عامه پوهاوى ورکوي.