سرپل (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٠): د پنځه دوره ييز روزنيز پروګرام په پاى ته رسېدو سره د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو شمېر ٣٠٠تنو ته ورسېد.
په سرپل ولايت کې د امريکايي ځواکونو د روزنيزې برخې مسوول تورن جان پژواک ته وويل، چې دا پروګرام شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په صياد کې پيل شوى و.
د هغه په وينا، د دې پروګرام په وروستۍ برخه کې نن (د ليندۍ ١٣مه)٦٦سيمه ييز پوليس د نظامي تکتيکونو او له خپلو سيمو څخه د دفاع په زده کولو سره فارغ شول.
جان زياته کړه چې د دې پروګرام په پاى ته رسېدو سره، ٣٠٠ پوليس په مياشت کې د اته زرو افغانيو معاش په اخيستلو سره په صياد ولسوالۍ کې وګومارل شول.
د سرپل والي سيداحمد رحمتي پژواک ته وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو رامنځ ته کېدل کولاى شي نورو امنيتي ځواکونو سره د سيمې د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي.
هغه څرګنده کړه، چې د سيمه ييزو پوليسو معاشونه، له ځانګړي يونيفورم او نظامي موټرو سره د کورنيو چارو وزارت له خوا ورکول کېږي.
رحمتي هيله څرګنده کړه، چې په صياد کې د سيمه ييزو پوليسو په رامنځ ته کېدو سره به امنيت مخکې له مخکې تامين شي.
محمد ايوب چې د روزنيز پروګرام په وروستي پړاو کې ګډون درلود، پژواک ته يې وويل: ((په دې پروګرام کې مې هغه څه زده کړل، چې په نظامي برخه کې نه پوهېدم.))
د هغه په وينا، هغوى ته په مياشت کې اته زره افغانۍ هم ورکول کېږي او ترڅنګ يې له سيمې څخه د دفاع تخنيک هم زده کړى دى.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن