ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بن غونډه د څو شېبو لپاره اخلال شوه

د بن غونډه د څو شېبو لپاره اخلال شوه

author avatar
5 Dec 2011 - 15:54
د بن غونډه د څو شېبو لپاره اخلال شوه
author avatar
5 Dec 2011 - 15:54

بن (پژواک ١٤ ليندۍ٩٠): د افغانستان لپاره د بُن دويم نړيوال کنفرانس د ګډونوالو پام د څو شېبو لپاره بل لور ته واوښت.

له پرانېستونکې وينا څخه وروسته، کله چې د المان په وخت ١١ بجې د افغانستان لومړۍ کاري ډلې پر خپل کار پيل وکړ او د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وينا پای ته ورسېده؛ دوو ښځو د غونډې د  تالار په دوهم پوړ کې، چې د خبريالانو لپاره ځانګړي شوى و، پر يوې سپينې ټوټې يې په دوه کرښو ليکلې وو: ((NATO=Terror)) او((Troops Out Now)) پورته کړه.

د کرښو معنا داوه، چې ناټو له ترهګر سره مساوي ده او ځواکونه دې له افغانستان څخه همدا اوس ووځي.

يوې د جنډې د پورته کولو سره وويل: ((له تالار څخه دې ټول افغانان ووځي، يواځې د مدني ټولنې دوه استازې دې پاتې شي.))

د غونډې يوه وياند او سمبالوونکي په مايک کې غږ وکړ او ويې ويل، چې د اندېښنې وړ نه ده، دا د المان د ديموکراسۍ يوه بېلګه ده.

د دغو ښځو د کېنولو او غلي کولو لپاره د امنيت يو ساتونکی ورغى او ورته يې وويل، چې تالار پرېږدي.

دغه دوه ښځې، څو شېبې بېرته پر خپلو څوکيو کېناستې او کله چې د چين د بهرنيو چارو وزير خبرې پيل کړې، هغوی له تالار څخه ووتې.

غونډه بېرته په عادي ډول پيل شوه او دغه کاري ډله به د المان په وخت تر ١٢ بجو  او ١٥ دقيقو دوام وکړي.

دغه يو ورځنى کنفرانس د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ نن د ليندۍ په ١٤مه، د کابل پر وخت له غرمې وروسته په يوه بجه او ٣٥ دقيقو پيل شو او د شپې پر نهه نيمو به پاى ته ورسېږي.

په دغه کنفرانس کې به افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پر پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريو او د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره پر روغې جوړې خبرې وشي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.