ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بن کنفرانس اجنډا اعلان شوه

د بن کنفرانس اجنډا اعلان شوه

author avatar
5 Dec 2011 - 13:02
د بن کنفرانس اجنډا اعلان شوه
author avatar
5 Dec 2011 - 13:02

بن (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): څو شېبې وروسته به د افغانستان په اړه د بن کنفرانس د جرمني د بهرنيو چارو وزير پر پرانيستونکې وينا کې پيل شي.

دغه کنفرانس به د جرمني په وخت د سهار په ١١ او ٣٥ دقيقو پيل شي.

پژواک خبري اژانس د دې غونډې په ساحه کې د کنفرانس د سمونچارو له خوا د غونډې اجنډا ترلاسه کړې ده.

د دې اجنډا له مخې اوس (له اتو تر نهو بجو) د غونډې ګډونوال او پلاوي د کنفرانس جوړېدو ځاى ته ځانونه رسوي.

د جرمني پر وخت د سهار لس بجې به د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو ستروله پرانيستونکې وينا وکړي.

له پرانيستونکې وينا وروسته به افغان ولسمشر حامد کرزى خپله وينا وکړي او ورپسې به د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بانکي مون او له هغه وروسته به د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول وينا کوي.

د بن کنفرانس يوه سمبالوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له پرانيستونکو ويناوو وروسته، پر ١٠ بجې او ٤٥ دقيقو باندې د کنفرانس د ګډونوالو انځورونه اخيستل کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ورپسې ١١ بجې د افغانستان لومړۍ کاري ډله پر خپل کار پيل کوي او تر ١٢ بجې او ١٥ دقيقو به دوام وکړي.

سرچينه زياتوي، چې د غرمې له ډوډۍ وروسته به دويمه او درېيمه کاري ډله خپل کار پيلوي او تر څلور نيمو بجو به دوام وکړي.

ياده سرچينه زياتوي، چې څلور بجې او ٤٥ دقيقې د دغه کنفرانس وروستۍ يا د پاى ويناوې ترسره کېږي، چې ١٥ دقيقې به دوام وکړي.

د دغه کنفرانس وروستۍ مطبوعاتي غونډه به پاو باندې پنځه بجې جوړه شي، چې د افغانستان او جرمني د بهرنيو چارو وزيران به رسنيو ته د دغه کنفرانس د پايلو او پرېکړه ليک په اړه معلومات ورکړي.

په کنفرانس کې د افغانستان له لوري د ولسمشر حامد کرزي په ګډون ٦٥ کسان ګډون لري، چې ١١ په کې ښځې دي.

دغه يو ورځنۍ کنفرانس نن د کابل پر وخت له غرمې وروسته په ١ بجه او ٣٥ دقيقو پيل شو.

په دغه کنفرانس کې به افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پر پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريو او د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره پر روغې جوړې خبرې وشي.

د افغانستان لپاره د بن لومړى نړيوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په ١٣٨٠لمريز کال کې جوړ شو، چې له مخې يې په افغانستان کې لنډمهال او انتقالي حکومتونه رامنځته او اساسي قانون جوړ شو.

د افغانستان په اړه د بن په لومړي کنفرانس کې د بېلابېلو افغاني ډلو ترڅنگ د ډېرو نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو هم ګډون وکړ، چې مشري يې د ملگرو ملتونو سازمان کوله.

د بن له لومړي کنفرانس وروسته د افغانستان په اړه اته نور کنفرانسونه هم جوړ شوي دي.

د ٢٠٠٢ميلادي کال د جنوري په مياشت کې په توکيو کې د افغانستان په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې مرستندويه هېوادونو له افغانستان سره څلورنيم ميليارد ډالر مرسته اعلان کړه.

د ٢٠٠٤م کال اپرېل مياشت په برلين کنفرانس کې مرستندويه هېوادونو له افغانستان سره د اته نيم ميليارد ډالرو مرسته اعلان کړه.

د ٢٠٠٦م کال په فبرورۍ کې د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس جوړشو، چې مرستندويه هېوادونو له افغانستان سره د لس نيم ميليارد ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د ٢٠٠٧م کال په جون کې د افغانستان په اړه د ايټاليا په روم کنفرانس کې مرستندويه هېوادونو له افغانستان سره ٧٣٠ ميليونه ډالر مرسته اعلان کړه.

د ٢٠٠٨م کال په جون کې په پاريس کنفرانس کې له افغانستان سره د مرستندويه هيوادونو له خوا د ٢١ ميليارد ډالرو د مرستې اعلان وشو.

د ٢٠٠٩م کال په مارچ کې په هاګ کنفرانس کې د افغانستان وضعيت وڅېړل شو.

د ٢٠١٠م کال په جنوري کې د لندن په دويم کنفرانس کې مرستندويه هېوادونو له افغانستان سره ٣٣ ميليارد ډالره مرسته اعلان کړه.

د ٢٠١٠م کال په جولاى کې د کابل کنفرانس، چې په حقيقت کې د لندن د کنفرانس دوام وو او په هغه کې د امنيت د لېږد مقدمات، د يو شمېر پروژو لکه د اوسپنې د پټلۍ رغونه او د افغانستان د کانونو پر استخراج باندې خبرې وشوې.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.