ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه سبا ته خپله ژمنۍ رخصتي پيلوي

ولسي جرګه سبا ته خپله ژمنۍ رخصتي پيلوي

author avatar
5 Dec 2011 - 15:22
ولسي جرګه سبا ته خپله ژمنۍ رخصتي پيلوي
author avatar
5 Dec 2011 - 15:22

کابل (پژواک ١٤ ليندۍ٩٠): ولسي جرګې، چې سبا يې ژمنۍ رخصتي پيليږي، په تېر نږدې يو کال کې يې ٣٦ مصوبې صادرې کړې، ٧ قانونونه يې تصويب او ١٦ نړيوال سندونه يې تاييدکړي دي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال خالد پښتون ، چې د نننۍ غونډې مشري يې پر غاړه وه، وويل، چې ولسي جرګه به سبا خپله يوه نيمه مياشتنۍ رخصتي پيل کړي.

د اساسي قانون د ١٠٧مې مادې له مخې، ولسي جرګه هر کال دوې عادي غونډې جوړوي، چې د جرګې د دواړو ناستو کاري موده، په هر کال کې ٩ مياشتې ده، خو د اړتيا پر مهال جرګه کولاى شي، چې دغه موده اوږده کړي.

له همدغې مادې سره سم، د شورا فوق العاده غونډې د رخصتيو په ورځو کې د ولسمشر په ځانګړي امر جوړېداى شي.

د ولسي جرګې د تېر نږدې يو کال راپور د دې جرګې د مرستيال منشي احمدفرهاد عظيمي له لوري د جرګې په نننۍ غونډه کې وړاندې شو.

عظيمي وويل ، چې ولسي جرګې په تېر يو کال کې ١٣٠عمومي غونډې لرلې، چې په ترڅ کې يې ٣٦ مصوبې صادرې کړې او ٧ قانونونه يې تصويب کړي دي.

ده زياته کړه، چې په ياده موده کې ولسي جرګې يو ځلې بوديجه تصويب کړې، ١٦نړيوال سندونه يي تاييد کړي او يوه طرحه يې حکومت ته وړاندې کړې ده.

خو هغه د يادو قوانينو او طرحې په اړه نور معلومات ورنه کړل.

د عظيمي په وينا، ولسي جرګې په تېر يو کال کې ٢٧٨ځلې له موکلينو سره د هغو د ستونزو په حل کې مرسته کړې، ٦ اعلاميې او په بېلابېلو برخو کې يې اته پيغامونه صادر کړي دي.

د نوې ولسي جرګې ټاکنې تېر کال د وږي په ٢٧مه ترسره او پايلې يې د ليندۍ په درېيمه اعلان شوې.

د پايلو تر اعلان وروسته نوې ملي شورا د ١٣٨٩کال د سلواغې په ٦مه د ولسمشر له خوا پرانيستل شوه او پر کار يې پيل وکړ.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.