ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي او طالبانو د بُن پرېکړې رد او دا يې تکراري وبللې

author avatar
6 Dec 2011 - 14:19
author avatar
6 Dec 2011 - 14:19

کابل (پژواک ١٥ ليندۍ ٩٠): د دولت دوه وسله والې مخالفې ډلې حزب اسلامي او طالبان وايي چې د بُن غونډې ژمنې تکراري وې او په دې غونډه کې له تشو او پوچو ژمنو پرته هېڅ کومه بنسټيزه مسئله تر بحث لاندې ونه نيول شوه.

 د افغانستان لپاره د بُن دوهم نړيوال کنفرانس د ۸۵ هېوادونو او ۱۶ نړيوالو موسسو د شاوخوا ١٠٠٠ استازو په ګډون پرون په جرمني کې ترسره شو.

په دې کنفرانس کې نړيوالې ټولنې ژمنه وکړه، چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، دوى به لس کاله نور هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

د وسله والو طالبانو د يوه ويندوى ذبيح الله مجاهد له خوا د ليندۍ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې بهرنيانو او حکومت د بن غونډې د جوړېدو او اجنډا په اړه له څو مياشتو راهيسې په مکرر ډول رسنۍ بوختې وساتلې، څو د خلکو پام په يوه او بله خوا واړوي.

سرچينې زياته کړې، د بن غونډه چې په رسنيو کې يې د هېواد د ټولو ناخوالو لپاره د اصلي حل لارې موندلو ځای او ستونزو ته د پای ټکي د کېښودو موقع بلل کېده، هم په داسې حال کې پای وموند، چې برخه والو او ويناوالو يې په مکرر ډول څو سولېدلې، زړې او تکراري خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((دغه غونډه په داسې حال کې پای ته ورسېده، چې له تشو او پوچو وعدو پرته په کې هېڅ کومه اساسي مسئله تر بحث لاندې ونه نيول شوه او نه هم له چا سره دا سوال پيدا شو، چې د مظلوم او کړېدلي ولس اصلي غږ او غوښتنه څه شی ده؟))

طالبانو په دې خبرپاڼه کې د بن پر کنفرانس پر دې هم نيوکه کړې، چې د سولې پروسې ته يې د ادغام نوم ورکړی دى.

سرچينې زياته کړې، چې افغانان د بُن کنفرانس له پرېکړو د خير کومه تمه او توقع نه لري.

وسله والو طالبانو په دې خبرپاڼه کې بهرنيانو ته بلنه ورکړې، د دې پر ځای چې نور په داسې تشو غونډو او بې پايلو بحثونو فرصتونه له لاسه ورکړي، بايد د افغانستنان او خپلو هېوادونو اساسي ستونزې او غوښتنې درک کړي.

بل خوا د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي وسله والې ډلې هم د بُن غونډې پرېکړې رد کړې او دا يې تکراري ګڼلې دي.

د دغې ډلې وياند انجنير هارون له يوه ناڅرګند ځاى څخه د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى له کنفرانس څخه مخکې د دې غونډې مخالفت ځکه کړى وو، چې دا کنفرانس د بهرنيانو له لوري جوړېږي او د ولس اصلي استازي په کې نه شته.

هغه زياته کړه، چې په دې کنفرانس کې په داسې حال کې له افغانستان سره د زياتو مرستو ژمنې شوې، چې د حکومت فساد خپل اوج ته رسېدلى دى؛ پخوا هم ميلياردونه ډالر مرستې شوي، چې ضايع شوې دي.

نوموړى وايي، چې د ستونزې د هواري يواځينۍ لاره له هېواده د بهرنيانو وتل، موقته اداره جوړول او بيا د بې پرې او خپلواکو ټاکنو په ترسره کولو کې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.