ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د ښځينه پېښو د څېړلو لپاره ځانګړې څارنوالۍ جوړېږي

author avatar
6 Dec 2011 - 15:24
author avatar
6 Dec 2011 - 15:24

جلال اباد (پژواک ١٥ ليندۍ ٩٠): د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د زياتوالي له امله په ننګرهار ولايت کې د ښځينه پېښو لپاره ځانګړې څارنوالۍ جوړېږي.

دغه خبر نن (د ليندۍ ١٥مه) په ختيځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رييس ډاکټر عبيدالله بيدار په داسې حال کې ورکړ، چې ويل کېږي په دغې سيمه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کچې کې زياتوالى راغلى دى.

د ډاکټر بيدار زياته کړه، چې په تېرو لسو مياشتو کې په دې سيمه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي  شاوخوا ٢٠٠ قضيې ثبت شوې دي.

د هغه په وينا، داسې شکايتونه يې هم ترلاسه کړي چې زياتره پېښې يې د وهلو، ټکولو، طلاق ورکولو، اجباري ودونو او د ميراث نه ورکولو دي.

دى وايي، چې په دې وروستيو کې له کوره د ښځو وېستل او پلار کره لېږل هم زيات شوي دي، چې له ښځو څخه ماشومان ستانه کېږي او يواځې ښځه يو سر شړل کېږي.

ډاکټر بيدار وايي چې پخوا پېښې زياتې وې، خو خلک ترې نه خبرېدل؛ اوس ښځې بيداره شوې او خپلې ستونزې له مسوولينو سره شريکوي.

د نوموړي په وينا، پخوا په دغې سيمه کې په بدو کې د ښځو د ورکولو او همداراز له تعليم څخه د نجونو د راستنولو پېښې راکمې شوې او په دې برخه کې يې له ځينو ادارو سره يو ځاى پر کمپاين لاس پورې کړى دى.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسه عمراني هم دا مني، چې د تېر کال په پرتله دوى ته د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو زيات راپورونه ورغلي دي.

نوموړې په دې اړه وايي: ((دا د دې معنا لري چې د خلکو پوهه زياته شوې ده او د ښځو چارو رياست ته راپورونه ورکوي.))

د ودان موسسې مرستياله زرغونه نعيمي د تاوتريخوالي پېښې زياتره د نارينه وو له خوا ګڼي او  زياتوي: ((په سلو ٩٠ فيصده تاوتريخوالى د نارينه وو له خوا صورت نيسي.))

د نوموړې په وينا، ډېرې ښځې شته چې ډاکټرانې، انجنيرانې او په نورو په برخو کې زده کړې لري؛ خو په کور کې ناستې دي، اجازه نه ورکول کېږي چې کار وکړي او دا کار د تاوتريخوالي لامل کېږي.

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاده او د ښځو چارو رياست پخوانۍ رييسه شيلا بابري، د پورتنيو خبرو د تاييد ترڅنګ بيا د ښځو پر وړاندې د سواد د کچې ټيټوالى، ناامني، بېکاري او اقتصادي ستونزې ګڼي.

نوموړې د تاوتريخوالي د له منځه وړو لپاره شوى کار کافي نه ګڼي او وايي: ((د ښځو لپاره بايد کاري پروژې واوسي، لکه د بېکارو ښځو لپاره د کار زمينه برابره شي؛ خو متاسفانه په دې برخه کې هېڅ کار نه دى شوى.))

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.