ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په اسيايي سياليو کې له مالديپ څخه هم لوبه وګټله

افغانستان د کرکټ په اسيايي سياليو کې له مالديپ څخه هم لوبه وګټله

author avatar
7 Dec 2011 - 10:52
افغانستان د کرکټ په اسيايي سياليو کې له مالديپ څخه هم لوبه وګټله
author avatar
7 Dec 2011 - 10:52

کابل (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٠): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په اسيايي شل اوريزو سياليو کې  ، چې په نيپال کې روانې دي، نن له مالديپ څخه هم لوپه وګټله  او ددې سياليو نيمه پاى لوبې ته يې  لاره وموندله.

په نيپال کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې منيجر شفيق ستانکزي د ليندۍ په ١٦ مه،د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د سياليو په شپږمه ورځ د افغانستان او مالديپ ترمنځ لوبه ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه د مالديپ لوبډلې وګټله ، خو  لومړى يې افغانستان ته د بېټنګ (توپ وهولو) پرېکړه وکړه.

د شفيق په وينا، د افغانستان ملي لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو،  ١٥٧ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ١٥٨ منډو هدف وټاکه.

نوموړى وايي، چې د افغانستان له لوري شبير نوري يو ځل بيا ډېره ښه لوبه وکړه او ٧٦ منډې يې جوړې کړې، کريم صادق ٢٦ او  شهزاد محمدي ١٩  منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې منيجر وويل، چې د مالديپ لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په نولسم اور کې په ٩٥ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٦٢ منډو په توپير سره وګټله.

ستانکزى وايي چې د افغانستان له لوري محمد نبي څلور، نوروز منګل درې ، سميع الله شينواري ، دولت ځدراڼ او ګلبدين نايب يو يو لوبغاړى وسوځول.

د يادونې ده، چې افغانستان له دې مخکې عمان ، بوټان او مالېزيا ته هم ماتې ورکړي ،چې له دې بريا سره پخپل ګروپ کې يې لومړى مقام خپل کړ او ددې سياليو نيمه پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.

په دې سياليو کې د افغانستان ترڅنګ د هانګ کانګ، عمان، کوېټ، نيپال، مالېزيا، متحده  عربي امارتو، سعودي عربستان، بوټان او مالديف لوبډلې برخه لري .

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا سيالۍ د ۲۰۱۲ کال د نړيوالو شل اوريزو سياليو ته د لارموندنې د لومړي پړاو د غوراوي په موخه ترسره کېږي.

خبرپاڼه کاږي، چې افغانستان لا دمخه د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي وروستي پړاو ته لار موندلې ده، چې ټاکل شوې ده، دوه مياشتې وروسته په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.