خوست (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٠): د خوست د کرنې رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې ٦٥ سلنه ځنګلونه د خلکو له خوا وهل شوي او لا هم دغه کار روان دى.
د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست د ځنګلونو مدير ميرافضل له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړي مرکه کې وويل، چې د تېرو څو لسيزو په ترڅ کې د دغه ولايت ځنګلونو ته خورا ډېر زيان اوښتى، چې اوس هم دا لړۍ روانه ده او مخنيوى يې نه کېږي.
د هغه په وينا، که د خلکو له خوا د پاتې ځنګلونو د وهلو مخنيوى او د وهل شويو ونو د احيا غم ونه خوړل شي، ګڼې ستونزې به رامنځ ته کړي.
نوموړي وويل، چې د سيمې خلک هم د مجبورۍ او د بېکارۍ له امله پر دغه کار لاس پورې کوي او له همدې لارې ځانونو ته روزي پيدا کوي.
ميرافضل زياته کړه: ((دغه ځنګلونه په ډېر په بېرحمانه او غير مسلکي ډول وهل کېږي او موږ څو ځلې د کرنې وزارت ته په دې اړه خبر ورکړى، چې مرسته راسره وکړي، خو تر اوسه چا پرې غوږ نه دى ګرولى.))
دکرنې رياست د چارواکو په وينا، نږدې درې لسيزې وړاندې سروې ښيي،چې پکتيا ،پکتيکا او په تېره بيا دخوست ولايت، له ختيځو ولايتونو وروسته د هېواد په کچه د طبيعي ځنګلونو د درلودو له پلوه دويمه سيمه ده.
اړونده چارواکي وايي، چې د پکتيا، پکتيکا او خوست درې اويا زره جريبه ځمکې ځنګلونه درلودل، چې دوه ميليونه متره مکعبه لرګي ترې لاسته راتلل.
په خوست کې ځنګلونه د قلندر، صبريو، باک، دوه منده، تڼي، موسی خېلو او سپېره ولسواليو کې شته دي.
د خوست ولايت د قلندر ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مشر ګلاب منګل وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د ځنګلونو زياته برخه وهل شوې ده.
نوموړی وايي، چې د سيمې خلک د ورځني ژوند د تېرولو لپاره بله لار نه لري، بېکاري ډېره ده او اړ دي، چې د ځنګلونو وهلو ته مخه کړي.
منګل زياته کړه: ((دولت ته په کار ده، چې په غرنيو سيمو کې، چې ځنګلونه په کې دي، خلکو ته د بيارغونې په برخه کې بنسټيزې پروژې پلې کړي، ترڅو هغو ته کار پيدا شي او د روزۍ ګټلو وسيله ولري، نو په هغه وخت بيا د ځنګلونو د وهلو مخه نيول کېداى شي.))
د موسی خېلو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سعيدشاه پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې يې زياتره ځنګلونه وهل شوي او پخوانۍ شنې سيمې اوس سپېرې شوې دي.
د هغه په وينا، د ژمي په شپو ورځو کې، هغه مهال چې سون توکو ته اړتيا ډېريږي، دا لړۍ نوره هم ګړندۍ شي.
د ځنګلونو وهل د موسمي بارانونو پر مهال د زياتو سېلابونو د راوتو لامل هم ګرځي او په ډېرو سيمو کې يې کرنيزې ځمکې او کورونه ويجاړ کړي دي.
په خوست کې د چاپېريال ساتنې ادارې کارکوونکى انجنير محمدعلي پژواک اژانس ته وويل، چې په ډېره نږدې راتلونکي کې به په سيمه کې د ځنګلونو د وهلو منفي اغېزې نورې هم ډېرې شي.
د ده په خبره، په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د زياتو سېلابونو راوتل او په پراخه توګه خلکو ته د ځاني او مالي زيانونو اړولو علت همدا د ځنګلونو وهل دي.
نوموړي وويل، چې د لرې پرتو سيمو خلک بايد د وهل شوو ونو پر ځاى د مېوه لرونکو ونو کېنولو ته وهڅول شي او په دې برخه کې اړوندې ادارې ورسره اړينې مرستې وکړي.
خو محمدعلي وايي، تر هغه چې د لرې پرتو سيمو اوسېدونکو ته دولت د کار زمينه برابره نه کړي، سخته به وي، چې د ځنګلونو له وهلو لاس واخلي.
Visits: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن