ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن له ماښامه وروسته سپوږمۍ تندر نيسي

نن له ماښامه وروسته سپوږمۍ تندر نيسي

author avatar
10 Dec 2011 - 15:53
نن له ماښامه وروسته سپوږمۍ تندر نيسي
author avatar
10 Dec 2011 - 15:53

کابل (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٠): د هېواد مشهور منجم عبدالله کندهارى وايي، چې نن له ماښام وروسته سپوږمۍ تندر نيسي او شاوخوا درې نيم ساعته به دوام وکړي.

عبدالله دغه وړاندوينه د ليندۍ په ١٩مه، له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وکړه.

هغه زياته کړه چې نن د ليندۍ د مياشتې په ١٩مه به سپوږمۍ تندر ونيسي ، دغه لړۍ به د ماښام په ٥  بجو  او ١٥ دقيقو  پيل او د ماخوستن په اتو بجو او ٤٨ دقيقو  به پاى ته ورسيږي.

کندهارى وايي چې د ماخوستن په شپږو بجو او ٣٦ دقيقو به ټوله سپوږمۍ تندر ونيسي او توره به شي.

د هغه په وينا، دغه پېښه به په ټولو هغو سيمو کې، چې هلته شپه وي، له جاپان څخه نيولې بيا تر اروپا او افريقا پورې په افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، ترکيه، مسکو، تاجکستان ازبکستان، په  منځني ختيځ او افريقايي هېوادونو کې وليدل شي.

عبدالله کندهاري دغه راز وويل، چې د روان لمريز کال د غبرګولي په ٢٥مه د (چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه کې)  سپوږمۍ تندر نيولې وه.

د هېواد دغه ستورى پېژندونکى وايي، چې د روان لمريز کال د چنګاښ د مياشتې په لسمه هم  د غرمې په ١٢ بجو او ٢٤ دقيقو لمر تندر نيولى و

او د روان کال د ليندۍ په څلورمه  لمر په درېيم ځل تندر نيولى و.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.