کابل (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٠): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سارک غړو هېوادونو د فوټبال سياليو په پاى لوبه کې څلور د صفر پر وړاندې ماتې وخوړه او د سياليو دويم مقام يې خپل کړ.
دا لوبې ٧ ورځې وړاندې د سارک سازمان د اتو غړو هېوادونو (هندوستان، افغانستان، پاکستان، سريلانکا، بوټان، نيپال، مالديف او بنګله دېش) په ګډون د نوي ډهلي په ښار کې پيل شوې.
افغانستان، نيپال څخه د لوبې په ګټلو سره د دې سياليو پاى لوبې ته لار پيدا کړه.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې ټرینر همایون کارګر له هند څخه د ټیلیفون په لیکه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لوبې په وروستيو کې ريفري (حکم) د افغانستان لوبډلې د ګول کيپر د وېستلو پرېکړه وکړه، چې په دې کار سره د هند لوبډلې وشواى کړى، چې توپ د لوبې په ٧٠ مه دقيقه کې د افغانستان دروازې ته داخل کړي او لومړى ګول ووهي.
د ريفري پرېکړه د دې لامل شوه، چې د افغانستان لوبډله خپل مورال له لاسه ورکړي او د هند لوبډله وشي کولى درې نور ګولونه هم ووهي.
افغانستان د دغه ټورنمنټ په خپله لومړۍ سيالۍ کې له هندوستان سره يو پر يو، په مساوي توګه لوبه ترسره کړې وه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن