کابل (پژواک٢٠ ليندۍ ٩٠): د ملي دفاع وزارت د دېرشو وسله والو مخالفينو له نيولو او د يوې اندازې وسلې او مهماتو له کشف او ضبط څخه خبر ورکړ.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري خپره شوې، راغلي، چې دغه کسان په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کندهار، هلمند، ننگرهار، لوګر، خوست، زابل او فراه په ولايتونو کې د ملي اردو د منسوبينو د ګډو پوځي او چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړه، چې د دولت وسله وال مخالفين په کندهار ښار او د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ، د هلمند په نادعلي او ناوې ولسواليو، د ننګرهار په شينوارو سيمه، د لوګر ولايت په پل علم او څرخ اړوند سيمو، د خوست په باک ولسوالۍ، په قلات ښار او د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې نيول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې اوه ميله کلاشينکوفونه، درې ايکم مخابرې، يو ميل درازنوف، يو ميل پيکا او يو راکټ، دوه جلده پاسپورټونه، څو د فلمبردارۍ کمرې، د افغانستان بانک يوه کتابچه،١٠٩٥٠٠ پاکستانۍ کلدارې، ٥٠٥ امريکايي ډالر،٩٢٩٠٠ افغانۍ او د ملي اردو يوه جوړه درېشي ترلاسه شول.
دغه راز په راپور کې زياته شوې، چې ٣٢ کړۍ ماينونه له ١٧ کيلوګرامه چاودېدونکو توکو سره د کندهار په پنجوايي، د زابل په شاه جوى او د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې کشف او شنډکړل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د ملي اردو منسوبينو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن