کابل (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٠): ايران خپلې خاورې ته د امريکايي بې پيلوټه الوتکې د دننه کېدو په اړه د افغانستان سفير احضار او هغه ته يې احتجاج وکړ.
ايران تېره اونۍ اعلان وکړ، چې د دوى هوايي ځواک د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه، چې له افغانستان څخه د دوى خاورې ته دننه شوې وه، راغورځولې ده.
د ايران دولتي ټلويزيون د ليندۍ په ١٤مه خبر خپور کړى ، چې دغې بې پيلوټه الوتکې په ختيځو سرحدونو کې سرغړونه کړې او د دوى خاورې ته ننوتلې وه.
د ايران ټلويزيون د هوايي ځواک په حواله ليکلي، چې دغه ار کيو ١٧٠ ډوله بې پيلوټه الوتکه يې ويشتې او غورځولې ده.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت پرون په تهران کې د افغانستان سفير عبيدالله عبيد احضار کړى و او د افغانستان له خاورې د ايران پر خاوره د دغه تېري په اړه يې اعتراض کړى دى.
د ايران دولتي خبري اژانس ارنا د ليندۍ په ٢٠مه خبر ورکړى دى، چې د بهرنيو چارو وزارت له افغان سفير څخه غوښتي، چې په دې اړه د خپل حکومت له لوري سپيناوى وکړي.
دغه راز ايران غوښتي، چې افغان حکومت بايد داسې اقدامات وکړي، چې په راتلونکي کې دا ډول پېښې تکرار نه شي.
له يادې پېښې وروسته په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو ويلي وو، د دوى يوه بې پيلوټه الوتکه، چې د افغانستان په لوېديځو سرحدونو کې پر خپل ماموريت بوخته وه، نادرکه شوې ده.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د يادې الوتکې اړيکه له امريکايي ځواکونو او په افغانستان کې د هغې له کنټرولوونکو سره پرې شوې وه.
سرچينې زياته کړې، چې دوى د الوتکې د برخليک په اړه پلټنې پيل کړې، خو دا يې نه دي ويلي، چې الوتکه د ايران له خوا ويشتل شوې ده.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن