ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال الن: ضمانت نه شو ورکولاى، چې د مومندو پېښې په څېر دې بله تکرار نه شي

author avatar
12 Dec 2011 - 10:20
author avatar
12 Dec 2011 - 10:20

کابل (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٠): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، دوى داسې هېڅ ضمانت نه شي ورکولاى، چې د پاکستان د مومندو ايجنسۍ د بريد په څېر دې پېښې به بيا تکرار نه شي.

د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان الن دغه څرګندونې له يوې عربي ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال کړې، چې پرون خپره شوې ده.

د روان لمريز کال د ليندۍ په پنځمه په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو امريکايي چورلکو په ګډه پوله د مومندو ايجنسۍ په سلاله سيمه کې پر دوو پاکستانيو پوستو بريدونه وکړل، چې په کې ٢٤ سرتېري و وژل شول او ١٣نور ټپيان وو.

له دې پېښې وروسته پاکستان له خپلې خاورې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته هر ډول اکمالات بند کړل او د هغه هېواد له شمسي هوايي ډګر څخه يې له امريکايي ځواکونو د وتو غوښتنه وکړه، چې هغوى هم پرون دغه هوايي ډګر خالي کړ.

پاکستاني چارواکي له امريکا او ناټو غواړي، څو د دې پېښې په اړه بخښنه وغواړي، خو دغو ځواکونو تر اوسه بښنه نه ده غوښتې، يواځې خواشيني يې پرې څرګنده کړې ده.

خو د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن وايي، چې دوى په سيمه کې په جنګي حالت کې دي او په دغه حالت کې داسې ضمانت نه شي ورکولاى، چې د مومندو ايجنسۍ په څېر پېښې دې بيا تکرار نه شي.

هغه زياته کړې، چې د مومندو ايجنسۍ پر پوستو ترسره شوي بريدونه قصدي نه وو، بلکې دا غير ارادي بريدونه وو.

نوموړى وايي: ((موږ ته څه اړتيا وه، چې پاکستاني پوځيان ووژنو، له دې موږ ته څه ګټه رسيږي.))

د جنرال الن په وينا، دوى د پاکستاني سرتېرو په وژل کېدو سخت خواشيني شوي او د دې پېښې په اړه يې پلټنې کړې، وروسته به ټوله خبره سپينه شي، چې دا پېښه څه ډول رامنځته شوې وه.

دى وايي، چې په پاک–افغان ګډه پوله حالات ډېر سخت دي، دوى هڅه کوي چې په راتلونکي کې دا ډول پېښې رامنځته نه شي، خو د دې ضمانت نه شي ورکېداى، چې دا ډول پېښې دې تکرار نه شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.