جلال اباد (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٠): په اروپا کې مېشتې د سپوږمۍ کلتوري ټولنې له لوري د لومړي زون سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل ته د هېواد د ملي اتل زرغون مډال ورکړل شو.
په دې اړه د ليندۍ په ٢١مه، په جلال اباد ښار کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د قومي سپين ږيرو په ګډون د لومړي زون سرحدي پوليسو او لوړ پوړو افسرانو برخه درلوده.
د ننګرهار د قومونو او قبايلو چارو رييس حاجي بريالي ګرديوال له دغې اروپايي مېشتې افغاني ټولنې څخه مننه وکړه، چې د امرخېل خدمتونو ته يې په درنه کتلي.
نوموړي زياته کړه، چې افغانان په زړونو واکمنۍ چلوونکو خلکو ته اړتيا لري، خو د زورورو امپراتورۍ يې تل را ړنګې کړې دي.
د ختيځې سيمې يو شمېر ليکوالو او ژورنالستانو له امرخېل څخه غوښتنه وکړه، چې له وسله والو مخالفينو سره دې د خبرو اترو او سوله ييزو حرکتونو له لارې هم خپل رول ولوبوي.
په ختيځ کې د لومړي زون سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل وويل، کله چې د سپوږمۍ کلتوري ټولنې ځيني غړي له اروپا څخه د مډال سپارلو په موخه ننګرهار ته راغلل، نو ده د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې له سرحدي پولو څخه ليدنه کوله.
هغه زياته کړه، چې رسنۍ د نظام څلورمه ستنه ده، هره اداره چې ترې معلومات پټ کړي ناکامه اداره ده.
د نوموړي په وينا، په هېواد کې د طالب او عسکر په نوم د افغانانو له وينو تويولو سره مخالف دى.
امرخېل زياته کړه: ((هېڅ ګوند او شخص ته کار نه کوم، يواځې د ملي ګټو خادم يم))
جنرال امرخېل وويل، چې ترلاسه کړى مډال يې له خوګياڼو تر کامدېشه ورته هغو ولسونو ګټلى، چې له پېړيو راهيسې د خپلو سرحدونو ساتنه کوي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د وينې تر وروستي څاڅکي به له ملي بشپړتيا، ملي واکمنۍ او ملي يووالي څخه ننګه کوي او په دې لاره کې به د هېچا پروا ونه ساتي.
د يادونې ده، چې امرخېل وروسته تر هغه د هېواد دننه او بهر محبوبيت وموند، چې ګواښ يې وکړ، چې د پاکستاني ځواکونو د سرحدي خلاف ورزيو پر ضد به پلى بريد پيل کړي او که ولسمشر ورته قومانده ورنه کړي استعفا به وکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن