ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جنګي جنايتکارانو محاکمه وغوښتل شوه

د جنګي جنايتکارانو محاکمه وغوښتل شوه

author avatar
12 Dec 2011 - 19:06
د جنګي جنايتکارانو محاکمه وغوښتل شوه
author avatar
12 Dec 2011 - 19:06

کابل (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٠): د تېرو درېيو لسيزو جګړو د يو شمېر قربانيانو کورنۍ له دولت څخه د جنګي جنايتکارانو محاکمه او د کار د لارو چارو د موندلو غوښتنه کوي.

د افغانستان د انتقالي عدالت د ډلې له خوا د جګړو د قربانيانو پاتې شوي اثار، چې جامې، کارتونه، کتابونه او ځينې نور شخصي توکي په کې شامل وو، دوه ورځنۍ نندارې ته ايښودل شوي وو.

د يادو شويو قربانيانو د کورنيو غړو چې شمېر يې شاوخوا ٧٠ تنو ته رسېده، د نندارتون په پاى کې له رسنيو سره په خبرو کې له دولت څخه د جنګي جنايتکارانو د محاکمې غوښتنه وکړه.

د کابل ولايت د کلکان ولسوالۍ د اخسران کلي اوسېدونکې مېرمن افغاني، چې خاوند يې په افغانستان کې د کمونستي رژيم پر مهال ورک شوى دى، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((مېړه مې په صدارت کې بندي و، بيا له هغه ځايه د پلچرخي دويم بلاک ته يوړل شو، هلته يې يو کال تېر کړ، له همغه ځايه ورک شو، تراوسه بيا کور ته نه دى راغلى.))

مېرمن افغاني چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده او د خپلو ځمکو په ترلاسه شويو غلو خپل ژوند تېروي، وايي چې د خاوند د تري تم کېدو پرمهال يې يو نيم کلن زوى او د ٤٠ ورځو لور په غېږ کې وه.

مېرمن افغاني پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وويل: ((جنګي جنايتکاران او قاتلين اوس په دولت کې لوړ پوستونه لري، بايد له دولتي پوستونو لرې او محاکمه کړى شي.))

هغې په همدې حال کې له دولته وغوښتل، چې دې او نورو ټولو هغو کسانو ته چې خپل د کورنۍ غړي يې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي، د کار زمينه برابره کړي.

د افغانستان د انتقالي عدالت د ډلې غړې او د عدالت لپاره د پيوستون د بنسټ مشرې ويدا جواد پژواک خبري اژانس ته وويل، افغان دولت او نړيواله ټولنه بايد په دې پوه شي، چې د جګړې د قربانيانو د کورنۍ غړي د خپل حق غوښتلو لپاره چوپ نه پاتې کېږي.

مېرمن جواد زياته کړه: ((موږ له افغان دولت او نړيوالې ټولنې د عدالت غوښتنه کوو او هغه جنايتکاران چې اوس په لوړو څوکيو کار کوي، له واک نه ګوښه او محاکمه کړى شي.))

په افغانستان کې د ډيموکراسۍ او بشري حقونو د موسسې اجرايوي مشر او د ياد نندارتون جوړوونکي خداداد بشارت وويل، چې موخه يې له نندارتون څخه د جګړې د قربانيانو د خاطرو يادول او د هغوى له کورنيو سره همدردي ښودل و.

بشارت وايي، په پام کې لري د جګړې د قربانيانو له پاتې يادګاري څېزونو او خاطرو د جګړې د قربانيانو په نوم يو موزيم جوړ کړي او لاس ته راغلى عايد به يې د قربانيانو کورنيو ته ورکړل شي.

انجنير عبدالحليم اورياخېل، چې د مجاهدينو د خپلمنځۍ جګړې پر مهال يې دوه وروڼه له لاسه ورکړي، پژواک اژانس ته وويل چې د جګړې د قربانيانو کورنيو ته تر اوسه هېچا پاملرنه  نه ده کړې.

اورياخېل وايي چې که د دغو کورنيو غړو ته د کار زمينه برابره شي، نو ورسره به مرسته شوې وي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.