ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لودين: له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه بحثونه په وروستيو پړاوونو کې دي

لودين: له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه بحثونه په وروستيو پړاوونو کې دي

author avatar
12 Dec 2011 - 16:52
لودين: له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه بحثونه په وروستيو پړاوونو کې دي
author avatar
12 Dec 2011 - 16:52

کابل (پژواک٢١ليندۍ٩٠): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د دواړو هېوادونو د ستراتيژيک تړون په اړه بحثونه په وروستيو پړاوونو کې دي.

 د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين، چې نن يې په کابل کې د المان له سفير سره په ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل چې د افغانستان او امريکا د حکومتونو ترمنځ د  ستراتيژيک تړون د سند په اړه جدي بحثونه روان وو؛ خو د بن د کنفرانس له امله په دې کار کې  يو څه ځنډ راغى.

د ده په وينا، دغه بحثونه به بېرته ژر پيل او ډېر ژر به دغه سند نهايي شي.

 لودين د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((هر کله چې دغه سند نهايي شو، بيا به يې پايلې پارلمان ته واستول شي او جزئيات به يې هم په ډاګه شي.))

له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو پر ميکانېزم د مشورو په موخه، د تېرې مياشتې په وروستيو کې په کابل کې د شاوخوا دوو زرو تنو په ګډون دوديزه لويه جرګه جوړه شوه.

دوديزې لويې جرګې د يو پرېکړه ليک په صادرولو سره په مشروط ډول، له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو او په افغانستان د هغه هېواد له پوځي اډو سره هوکړه وکړه.

په پرېکړه ليک کې د افغانستان خپلواکي او د ملي حاکميت ساتنه او داسې نور، له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو لپاره د شرطونو په توګه وړاندې شول او په کې راغلي، چې ستراتيژيک تړون بايد د لسو کلونو لپاره وي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرسيتال، د افغانستان لپاره د بن نړيوال کنفرانس مهم وباله او ويې ويل، چې افغانستان په دغه کنفرانس کې په بېلابېلو برخو کې د نړيوالو ملاتړ ترلاسه کړ.

ياد شوى کنفرانس د ليندۍ په ١٤مه، د بن په جرمني ښار کې د نړۍ د ٨٥ هېوادونو او ١٦ نړيوالو سازمانونو د شاوخوا ١٠٠٠ استازو په ګډون، ترسره شو.

پر سياسي پلورالېزم او د افغانستان پر اساسي قانون ولاړ راتلونکى سياسي نظام، د بشري نړيوالو حقونو پر وړاندې نړيوالو مسووليتونو ته د افغانستان ژمنتيا، له حکومت سره د موازي ادارو له منځه وړل، له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې ملاتړ او د افغان ځواکونو روزنه او تجهيز، د نشه يي توکو پر وړاندې په تېره بيا د تقاضا له اړخ سره يې پر مبارزې ټينګار، د خبرو له لارې د سياسي حل پر اړتيا ټينګار او له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې اقتصادي ملاتړ، د بن د دويم کنفرانس د اعلاميې له مهمو ټکو څخه دي.

لودين وايي، چې د امريکا د متحده ايالتونو ترڅنګ افغانستان په پام کې لري د جرمني، انګلستان، ايټاليا، فرانسې او يو شمېر نورو هېوادونو سره هم ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي.

په نننۍ خبري ناسته کې په کابل کې د جرمني سفير روديګر کيونيګ هم، ياد شوى کنفرانس د افغانستان لپاره مهم و باله.

ده زياته کړه چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به هم، جرمني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې پوره همکاري ولري.

د ده په وينا: ((نړۍ به دا ځل هېڅ مهال افغانستان د ١٩٨٩کال په څېر تنها پرې نږدي.))

هغه وايي چې د بن د کنفرانس سند، د افغانستان لپاره يو ډېر مهم او قوي سند دى.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د افغانستان او جرمني ترمنځ به د دوستۍ يو تړون هم لاسليک شي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاوېد لودين وويل، چې په ٢٠١٢ کې به د افغانستان په اړه څلور لوى کنفرانسونه جوړ شي.  

د هغه د معلوماتو له مخې، د راتلونکي کال د مې په مياشت کې به د امريکا په شيکاګو کې د افغانستان په اړه د ناټو سرمشريزه غونډه جوړه شي، چې په هغه کې به د افغانستان د امنيتي ځواکونو پر پياوړتيا خبرې وشي.

لودين وويل ، چې د ٢٠١٢ کال د جولاى په مياشت کې به د جاپان په مرکز توکيو کې د افغانستان په اړه يو کنفرانس جوړ شي، چې په هغه کې به افغانستان په اقتصادي برخه کې نوي تعهدات ترلاسه کړي.

د ده د معلوماتو له مخې، د راتلونکي کال د جون په مياشت کې به په کابل کې يو سيمه ييز کنفرانس جوړ شي، چې په هغه کې به په سيمه ييزو ستونزو خبرې وشي.

لودين زياته کړه چې د ياد شوي کال د مارچ په مياشت کې به هم، د دوشنبې په ښار کې د افغانستان لپاره يو بل اقتصادي کنفرانس جوړ شي.  

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.