ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې درېيو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

په لوګر کې درېيو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

author avatar
12 Dec 2011 - 16:55
په لوګر کې درېيو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې
author avatar
12 Dec 2011 - 16:55

جلال اباد، مهترلام، پل علم (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٠):  په ننګرهار کې د يوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه، په لوګر کې درې ښوونځي ګټې اخيستنې ته وسپارل شول او په لغمان کې د درې کيلومتره سړک د ګلدان جوړولو چارې بشپړې شوې.

د ننګرهار ولايت د پوهنې رييس الله داد اسماعيل زي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جاپان هېواد د ٣٧٠زره امريکايي ډالرو په مالي مرسته د دې ولايت د سره رود ولسوالۍ د چارباغ صفا لېسې د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د هغه په وينا، دغه ودانۍ په يو جريب ځمکه کې جوړېږي، چې د يو کال په موده کې به يې چارې بشپړې شي.

نوموړي وويل چې د جاپان د جايکا په نوم د يوې موسسې له خوا، د دغې لېسې څلور زرو زده کوونکو ته په ياده شوې ودانۍ کې ٢٨ خونې په پام کې نيول شوې دي.

د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري پژوا ک ته وويل، چې په ټول ننګرهار ٧سوه پنځه اتيا ښوونځي دي، چې ٣٥٠ يې تراوسه ودانۍ نه لري.

د يادونې وړ ده چې د ننګرهار په ټولو ښوونځيو کې،٦سوه پنځوس زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

د يو بل خبر له  مخې، په لوګر ولايت کې د درېيو ښوونځيو د ودانيو چارې بشپړې او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر ولايت د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ښوونځي د لوګر مرکز په پل علم کې جوړ شوي، چې په سيمه کې د ايساف ځواکونو له خوا  د ٣سوه دېرش زره ډالره په لګښت يې چارې په تېر يو کال کې بشپړې شوې.

د هغه په وينا، دغو ښوونځيو پخوا د احاطې دېوالونه نه درلودل او ودانۍ يې هم ويجاړې وې، چې زده کوونکي به د زده کړو پر مهال له ستونزو سره مخ وو.

دغه راز د لغمان ولايت د مرکز مهترلام اړوند د سلطان غازي مېنې په سيمه کې درې کيلومتره د سړکونو ترمنځ د ګلدان جوړولو چارې هم بشپړې شوې.

د مهترلام ښاروال حاجي عبدالله نيازي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ګلدان ١٢ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د سړک د روښانولو په موخه ١٠٥ پايې برېښنايي څراغونه هم په کې ځاى پر ځاى شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.