کوېټه (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٠): د پاکستان د بلوچستان ايالت په بولان سيمه کې سلګونه وسله والو د ناټو ځواکونو پر اکمالاتي موټرو بريد کړى او ٩ موټر يې سوځولي دي.
بريد تېر ماخوستن د بولان په ډاډر سيمه کې هغه مهال شوى، چې د ناټو اکمالاتي موټر د يوه هوټل مخې ته ولاړ وو.
وروسته له هغه چې د ليندۍ په پنځمه نېټه په افغانستان کې د مېشتو ايساف امريکايي ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې د پاکستان پر پوستو بريد وکړ او ٢٤ سرتېري يې ور ووژل، پاکستان د دغو ځواکونو له خپلې خاورې ټول اکمالات بند کړي دي.
د همدې بنديز له امله د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د ناټو سلګونه اکمالاتي موټر ولاړ او د اجازې په تمه دي.
په بولان کې د پوليسو يوه افسر قيوم بخش د ليندۍ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوو سوو تنو په شاوخوا کې، چې پر وسلو سمبال وو، د هوټل مخې ته د ناټو په ولاړو موټرو ډزې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې په بريد کې ټول نهه تېل وړونکي ټانکر سوځېدلي، يو چلوونکى يې وژل شوى او وسله وال په تېښته بريالي شوي دي.
د ده په خبره، چې پوليس د بريد کوونکو په لټه کې، تر اوسه يواځې د هوټل دوه کارکوونکي نيول شوي دي.
تېره ورځ هم له چمن سيمې څخه کراچۍ ته بېرته روان د ناټو ځواکونو څلور اکمالاتي موټر په ميزۍ اډه سيمه کې تښتول شوي وو، چې دوه يې موندل شوي او دوه يې لا اوس هم ترې تم دي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن