ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له قطر څخه خپل سفير راغوښتی

افغانستان له قطر څخه خپل سفير راغوښتی

author avatar
14 Dec 2011 - 22:52
افغانستان له قطر څخه خپل سفير راغوښتی
author avatar
14 Dec 2011 - 22:52

کابل (پژواک ۲۳ ليندۍ ۹۰): د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې له قطر څخه يې د افغانستان سفير د يو لړ مشورو لپاره راغوښتی دی.

د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د هغو ورورګلوۍ اړيکو او پيوندونو پر اساس، چې د قطر له دولت سره يې لري، له دغه هېواد سره خپلو اړيکو ته ډېر ارزښت ورکوي او د افغانستان په بيارغونه کې د قطر له مرستو مننه څرګندوي.
خو سرچينې زياته کړې، چې له قطر سره د افغانستان د اړيکو په شمول، په افغانستان او سيمه کې د وروستيو پرمختګونو په پام کې نيولو سره، د افغانستان دولت پتېيلې، ترڅو خپل سفير په دوحه کې خالداحمد زکريا د يو شمېر مشورو لپاره مرکز ته راوغواړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ ډيپلوماتيکې اړيکې به په دوحه کې د افغانستان د سفارت له لارې د موقت شارژدافير په کچه پر مخ بيول کېږي.

خو په کابل کې ځينو سرچينو ويلي، چې افغانستان له قطر څخه احتجاجاً وروسته له هغه خپل سفير راغوښتی، چې په دغه هېواد کې د وسله والو طالبانو لپاره د سياسي دفتر د پرانيستلو پرېکړه شوې وه.

سرچينې زياته کړې، چې قطر د امريکا له متحدو ايالتونو او المان سره په ګډه پرېکړه کړې، چې په خپل هېواد کې د طالبانو لپاره سياسي نمايندګي پرانيزي.

بلخوا عربي ټلويزيوني چينل الجزيرې راپور خپور کړى، چې د قطر حکومت وسله والو طالبانو ته په خپل هېواد کې د دفتر پرانيستلو اجازه ورکړې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې اړه د بن کانفرانس پر مهال د قطر، جرمني او امريکايي چارواکو تر منځ پټې خبرې شوې او په دې سره سلا شوي وو.

يادې سرچينې ويلي، چې د افغانستان حکومت په دې اړه احتجاج کړى، سره له دې چې له قطر سره سفارتي اړيکې لري، خو بيا هم په دغه کار کې د افغانستان له دولت سره مشوره نه ده شوې.

پخوا هم دغه ډول راپورونه ورکړل شوي وو، خو د وسله والو طالبانو له خوا ورته د رد ځواب وکړل شوى وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.