لښکرګاه (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٠): په هلمند ولايت کې د نږدې يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د ماشومانو د روزنې او اصلاح د مركز ودانۍ د بنسټ ډبره د ليندۍ په ٢٣مه، كېښودل شوه.
د دې بنسټ د اېښودلو په مراسمو کې د هلمند والي ګلاب منګل، د مشرانو او ولسي جرګو غړو، قومي مشرانو او ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
والي ګلاب منګل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مركز به د بريتانيا د څه باندې نهه سوه زره امريكايي ډالرو په مرسته د يو كال په موده كې جوړه شي.
هغه زياته کړه، چې دغه مرکز په لښكرګاه كې د مېشتې ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) له خوا جوړېږي، چې په كې د خوړنتون، روزنځاى، هستوګنې او نورې ټولې اسانتياوې په پام كې نيول شوې دي.
د ده په وينا، دغه مرکز د هغو بنديانو لپاره ځانګړى شوى، چې عمر يې له اتلسو كلونو څخه كم وي او هر بندي به وروسته د اتلس كاله عمر په پوره كولوسره، كه اړتيا وه، لوى محبس ته لېږل كېږي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال په هلمند كې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مركز كې ټول ۵۷ تنه، چې يوه په كې نجلۍ ده، ساتل كېږي، چې د دې ودانى په جوړېدو سره به د دوى ګڼې ستونزې هوارې شي.
Visits: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن