غزني (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٠): د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د نړيوالو ځواکونو په هوايي بريد کې درې ماين خښوونکي وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند حضرت عمر غزنوي نن (د ليندۍ ٢٤مه) پژواک اژانس ته وويل، چې پرون ماښام درې ماين خښوونکي د ده يک ولسوالۍ په سدو کلا سيمه کې د سړک پر غاړه د ماين خښولو پر مهال د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله وال طالبان هم د تېر ماښام په هوايي بريد کې د خپلو دوو تنو د وژل کېدو پخلى کوي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د ده يک په سدو کلي کې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې د دوى دوه تنه وژل شوي دي.
د يادونې ده، چې د ده يک ولسوالۍ يو مهال د سولې ولسوالۍ په نوم نومول شوې وه، خو اوس د غزني تر ټولو نا امنه سيمه ګڼل کېږي، چې درې ورځې مخکې هم د ملي اردو سرتېرو يو ماين جوړونکى په کې نيولى و.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن