قلعه نو(پژواک ٢٤ليندۍ ٩٠): د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې د ماين چادونې د ملي اردو د دوو سرتېرو ژوند واخيست.
د بادغيس دملي امنيت يوې سرچينې ،چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله نن د (ليندۍ په ٢٤مه)پژواک خبري اژانس ته وويل،چې تېرماښام د ملي اردو يو موټر د مقر ولسوالۍ په خاک پلک کلي کې پر ماين وخوت.
سرچينې زياته کړه،چې په دې چاودنه کې دملي اردو دوه سرتېري ووژل شول او موټر يوه اندازه زيانمن شو.
د خاک پلک سيمې يوه اوسېدونکي سعدالدين پژواک ته وويل: (( زموږ په کلي کې د اردو يو رېنجر له ماين سره وجنګيد ،چې د دوو سرتېرو مړي ،د نورو سرتېرو له خوا په يوبل موټر کې ولسوالۍ ته ولېږدول شول.))
په مقر ولسوالۍ کې دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوه،چې يوه مياشت مخکې هم په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو يو موټر پر ماين وخوت،چې په ترڅ کې يې يوه سرتېري ژوند له لاسه ورکړ او ٢ نور يې ټپيان شول.
د مقر ولسوالۍ د بادغيس ولايت له مرکز څخه ٢٥کيلومتره لرې پرته ده او ددې ولايت له ناامنو سيمو څخه ګڼل کېږي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن