پلخمري (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٠): د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې د کورنۍ شخړې له امله د يوې کورنۍ درې غړي ووژل شول او ٥ نور ټپيان دي.
د نهرين ولسوال مولانا فضل الرحمن نن (د ليندۍ ٢٤مه) پژواک اژانس ته وويل: ((د يوې کورنۍ غړې تېره شپه هغه مهال د دوو موټرسايکل سپرو له خوا تر بريد لاندې راغلل، چې د پلخمري ښار پر لور روان وو.))
نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې د يادې کورنې له غړو پلار او دوه زامن يې ووژل شول او د درېيو ښځو په ګدون ٥ تنه دي.
هغه د دې پېښې د رامنځته کېدو علت خپلمنځي دښمني بولي او ويې ويل، يو بريد کوونکى له يادې کورنۍ د وژل شوي پلار، وراره و.
مولانا زياته کړه، چې بريدکوونکي په تېښته بريالي شول او ټپيان د پوليسو له لوري د نهرين ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.
د نهرين ولسوالۍ د روغتون نوکريوال ډاکتر اقبال پژواک ته وويل، چې روغتون ته پنځه ټپيان ور وړل شوي، چې د يوه يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د وژل شوو کسان يوه خپلوان زين الدين پژواک ته وويل، چې له بريد کوونکو څخه يوه يې غوښتل، څو د خپل تره له لور سره واده وکړي، خو د کاکا يې ورسره خوښه نه وه، چې په پايله کې د خپل وراره له وسله وال بريد سره مخ شو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن