ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې ځينې ترسره شوې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

author avatar
15 Dec 2011 - 13:14
author avatar
15 Dec 2011 - 13:14

غزني (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٠): د غزني په ښار کې د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا د يو ميليون ډالرو په لګښت ترسره شوې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د غزني والي موسي خان اکبرزاده نن (د ليندۍ ٢٤مه) پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو پروژو کې واړه پارکونه، يو حمام، دوه تشنابونه او درې د موټرو پارکينګونه شامل دي.

د هغه په وينا، چې د دغو پروژو له بشپړېدو سره د ښار ښکلا څو برابره زياته شوې او چاپېريال هم پاک شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې د غزني ښار د ښکلا او د خلکو لپاره د اسانتياوو په برابرولو کې ورته نورې پروژې هم په پام کې لري.

پر يادو پروژو، چې د غزني ښار د سيند دواړه غاړې رغول شوې، د غزني د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا يو ميليون امريکايي ډالر لګښت راغلى دى.

د غزني ښاروال سيد عبدالبصير نوري هم د دغو پروژو پلې کېدل د ښاري چاپېريال د ساتنې لپاره ګټور وباله.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د موټرو د پارکينګونو، ښاري حمام او تشنابونو په جوړېدو سره ښاريانو او ښار ته د راتلونکو خلکو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شوې دي.

شاوخوا دوه کاله مخکې هم د ولايتي بيارغونې ډلې په مالي مرسته د غزني سيند په منځنۍ برخه کې دواړو غاړو ته ورته پروژې بشپړې شوې وې.

قومي مشر او پخواني سناتور مولانا عبدالرحمن د دې ډول پروژو پلې کېدل د ښاري ژوند د اسانتياو يوه برخه وبلله.

هغه زياته کړه: ((بايد تر ٢٠١٣ کال پورې، چې غزني د اسلامي هېوادونو د کلتور او تمدن پلازمېنه نومول کېږي، دې ته ورته د نورو پراختيايي پروژو او ښاري اسانتياوو په برابرلو کې ګړندۍ کار وشي.))

په غزني کې مېشت د پولنډ هېواد د ولايتي بيارغونې ډلې يوه استازي وويل، چې دوى به په راتلونکې کې هم په غزني کې ورته نورې بېلابېلې پروژې پلې کړي.

د هغه په وينا، په راتلونکي کال کې په غزني ښار کې د ښار د پراختيا او ښکلا لپاره څو نورې پروژې هم په پام کې لري.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.