ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نامتو سندرغاړى رحيم غمزده مړ شو

نامتو سندرغاړى رحيم غمزده مړ شو

author avatar
16 Dec 2011 - 11:31
نامتو سندرغاړى رحيم غمزده مړ شو
author avatar
16 Dec 2011 - 11:31

جلال اباد (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٠): د هېواد وتلى سندرغاړى رحيم غمزده د ٧٥ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

استاد رحيم غمزده افغاني موسيقۍ ته تر نيمې پېړۍ خدمت کولو وروسته نن (دليندۍ ٢٥ مه) د جمعې ورځې د سهار په اتو بجو دجلال اباد په ملکي روغتون کې د سرطان د ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر باز محمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې نوموړي له تېرو درېيو کلونو راهيسې د مرۍ د سرطان ناروغي درلوده.

د غمزده يو تن مينه وال او ملګرى محمد زبير خاکسار وايي، چې غمزده د پرون ورځې له سهار راهيسي خبرې نه شوې کولاى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې رحيم غمزده لومړنى افغان سندرغاړى و، چې پښتو فولکلوريکه موسيقي يې په شرقي او غربي تالونو کې راونغاړله.

خاکسار زياته کړه، چې د هيواد په کچه دولتي او فرهنګي مشرانو د ده هېڅ مرسته ونه کړه او نه يې هم د ده درملنې ته پاملرنه وکړه.

د ده په وينا، چې د غمزده درې زامن د پښتو ژبې سندرغاړي دي.

د افغانستان د هنرمندانو د ټولنې وياند محمد ايوب فضلي پژواک اژانس ته وويل، چې رحيم غمزده له شپېتو کلونو راهيسې د ملي راډيو تلويزيون د موسيقۍ او هنر د څانګې  همکار پاتې شوى و.

د هغه په وينا، ارواښاد غمزده په سلګونو هېوادنۍ او حماسي سندرې ويلي دي.

د ختيځو ولايتونو د ليکوالو او ژورنالېستانو د ټولنې مشر لعل پاچا ازمون وايي، چې غمزده نه يواځې دا چې ښه سندرغاړى و، باجه، رباب او کاردون يې هم ډېر ښه  زده و.

د هغه په وينا، نوموړي ځکه په شرقي او غربي تالونو کې سندرې وويلې، چې د پردي فرهنګ د دودولو مخه ونيسي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د ختيځو ولايتونو د ليکوالو او ژورنالېستانو ټولنه به ډېر ژر د ارواښاد غمزده ناچاپه درې شعري ټولګې چاپ کړي.

د يادونې ده، چې رحيم غمزده څو ځلې د هېواد د محبوب او ملي سندر غاړي دکال د غوره سندرغاړي جايزې هم تر لاسه کړې وې.

د نوموړي جنازه به نن د جمعې تر لمانځه وروسته پخپله پلرنۍ هديره، خوګياڼو کې خاورو ته وسپارل شي.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.