کابل (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٠): د ایټالیا د اقتصاد او نړیوالې پراختیا وزارت استازي د هرات د نړیوال هوایي ډګر د پراختیا نقشه ولسمشر حامد کرزي ته ورکړه.
د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د ليندۍ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن له غرمې وروسته حامد کرزي د ایټالیا د اقتصاد او نړیوالې پراختیا وزارت له استازي پاولو روماني سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې وکتل.
خبرپاڼه زياتوي، چې په دغې کتنه کې روماني د هرات د نړیوال هوایي ډګر د پراختیا نقشه، چې د هغه پراختیایي پلان د دغه هېواد د تخنیکي ډلې له خوا مطالعه او جوړ شوی دی، ولسمشر کرزي ته وړاندې او په دې اړه یې معلومات ورکړل.
سرچينه کاږي چې په مقابل کې حامد کرزي، د هرات د نړیوال هوایي ډګر د جوړولو او پراختیا په لاره کې د ایټالیا مرستو او همکاریو ته هرکلی ووایه.
سرچينه زياتوي، چې ولسمشر د ترانسپورت او هوایي چلند سرپرست وزير داوود علي نجفي ته لارښوونه وکړه، چې دغه پلان دې د کابینې په راتلونکې غونډه کې مطرح کړي، چې له هر اړخیزې څېړنې وروسته، د دغې پروژې د کار د پیلېدو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شي.
د یادولو وړ ده، چې د ایټالیا هېواد د هرات د نړیوال هوایي ډګر د پراختیایي پروژې د ترسره کولو لپاره، چې له ملحقاتو سره د نوي ترمینل او ځغاست کرښې جوړول هم په کې شامل دي، ۱۳۷ میلیونه یورو د اوږد مهالي پور په توګه لګوي.
Visits: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن