ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان ،ناټو ته د اکمالاتو په پلمه د افغان سوداګرو ٥٠٠ موټر ايسار کړي

پاکستان ،ناټو ته د اکمالاتو په پلمه د افغان سوداګرو ٥٠٠ موټر ايسار کړي

author avatar
17 Dec 2011 - 16:28
پاکستان ،ناټو ته د اکمالاتو په پلمه د افغان سوداګرو ٥٠٠ موټر ايسار کړي
author avatar
17 Dec 2011 - 16:28

کابل (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٠): د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو ٥٠٠، په خوراکي توکو بار موټر په دې پلمه د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې درولي، چې ګواکې د ناټو ځواکونو ته اکمالات کوي.

  دغه څرګندونې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې دويم  مرستيال  خان جان الکوزي د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د پاکستان حکومت وروسته له هغه د ناټو پر اکمالاتي موټرو بنديز ولګاوه، چې شاوخوا درې اونۍ مخکې د ناټو ځواکونو په مومند ايجنسۍ کې د پاکستاني سرتېرو پر يو مرکز بريد وکړ او ٢٤ تنه يې ووژل .

له دغه بريد وروسته پاکستان د ناټو ځواکونو اکمالاتو ته اجازه نه ورکوي، چې د دغه هېواد  له لارې يې وکړي.

خو الکوزى وايي، چې له پاکستان له  تېرې پنجشنبې ورځې راهيسې د دغه هېواد له کراچې څخه تر پېښوره په بېلابېلو سيمو کې د افغان سوداګرو هغه موټر درولي، چې فريزر (يخچال) لري او هگۍ او غوښې يې هېواد ته رالېږدولې.

 هغه وايي: ((پاکستان دغو موټرو ته د حرکت  اجازه نه ورکوي،  هغه وايي،  چې دا موټر د ناټو لپاره اکمالات کوي.))

 دى وايي ، چې پاکستاني پوځيانو تېره ورځ د تورخم له بندر څخه د افغان سوداګرو هغه شل موټر هم بېرته ګرځولي، چې ټول اسناد يې خلاص  وو.

 د ده په وينا، که څه هم  افغان سوداګر  اسناد لري، څو دا ثابته کړي، چې ياد  توکي د ناټو لپاره نه، بلکې صادراتي توکي دي، خو بيا هم پاکستان ورته د تګ اجازه نه ورکوي.

 دغه راز الکوزى وايي: ((کله چې زموږ سوداګر خپل اسناد وړاندې کړي، چې دا توکي د ناټو نه دي، بيا پاکستانيان ورته وايي، چې ولې تاسې دغه توکي له خپله پاکستان څخه نه  اخلئ.))

 هغه وايي، دا په داسې حال کې ده، چې د نورو هېوادونو توکي افغان سوداګرو ته د پاکستاني توکو په پرتله په ارزارنه بيه پرېوځي.

 افغانستان ته ډېر خوراکي او نور توکي د پاکستان له لارې راوړل کيږي .

 د سرچينې د څرګندونو له مخې، دغه مهال په ورځ کې په  عادي  ډول  د افغان سوداګرو ٥٠ کانټينر توکي د کراچۍ بندر ته راځي.

  الکوزي وويل: ((که چېرې د دغو ستونزې د حل لپاره ژر تر ژره لار ونه موندل شي، نو   د   ګاز په څېر به د خوراکي تويو د کموالي او بييو د لوړوالي له جدي ستونزو سره مخ شو.))

 د الکوزي  د څرګندونو له مخې،  پاکستان مخکې هم افغانستان ته له دې لارې په رالېږدونکو سوداګريزو توکو پر افغان حکومت د سياسي فشارونو د راوړلو په موخه بنديزونه لګولى و.

 تېر کال هم په پاکستان کې د افغان سوداګرو په زرګونو کانټينره توکي  د ډېر وخت لپاره په کراچې بندر کې تم شوي وو خو بيا د افغان حکومت د هڅو په پايله کې پرېښودل شول.

 الکوزى  له افغان چاواکو وغوښتل، چې اوس دې هم بايد د يادې ستونزى د حل په موخه  جدي ګامونه پورته  کړي.

 د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع وزارت وياند وحيدالله غازي خېل  وايي، چې دوى هم په دې اړه له پاکستاني چارواکيو سره اړيکه نيولې، خو تر اوسه د پاکستان حکومت ځواب نه دى ورکړى.

 دى وايي، تر لاسه شوي راپورونه څرګندوي چې  د پاکستان حکومت تضمين غواړي تر څو دغه توکي د ناټو ځواکونو اړوند نه وي.

 هغه وويل، دغه وزارت  هڅې کوي، چې دې ستونزې ته د حل لاره پيدا کړي .

 هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د پاکستان د سفارت نظر هم واخلو، خو له دې امله چې نن (شنبه ) په کابل کې د پاکستان سفارت رخصت دى، اړيکه مو ورسره ټينګه نه شوه .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.