کابل (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٠): د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو ٥٠٠، په خوراکي توکو بار موټر په دې پلمه د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې درولي، چې ګواکې د ناټو ځواکونو ته اکمالات کوي.
دغه څرګندونې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې دويم مرستيال خان جان الکوزي د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د پاکستان حکومت وروسته له هغه د ناټو پر اکمالاتي موټرو بنديز ولګاوه، چې شاوخوا درې اونۍ مخکې د ناټو ځواکونو په مومند ايجنسۍ کې د پاکستاني سرتېرو پر يو مرکز بريد وکړ او ٢٤ تنه يې ووژل .
له دغه بريد وروسته پاکستان د ناټو ځواکونو اکمالاتو ته اجازه نه ورکوي، چې د دغه هېواد له لارې يې وکړي.
خو الکوزى وايي، چې له پاکستان له تېرې پنجشنبې ورځې راهيسې د دغه هېواد له کراچې څخه تر پېښوره په بېلابېلو سيمو کې د افغان سوداګرو هغه موټر درولي، چې فريزر (يخچال) لري او هگۍ او غوښې يې هېواد ته رالېږدولې.
هغه وايي: ((پاکستان دغو موټرو ته د حرکت اجازه نه ورکوي، هغه وايي، چې دا موټر د ناټو لپاره اکمالات کوي.))
دى وايي ، چې پاکستاني پوځيانو تېره ورځ د تورخم له بندر څخه د افغان سوداګرو هغه شل موټر هم بېرته ګرځولي، چې ټول اسناد يې خلاص وو.
د ده په وينا، که څه هم افغان سوداګر اسناد لري، څو دا ثابته کړي، چې ياد توکي د ناټو لپاره نه، بلکې صادراتي توکي دي، خو بيا هم پاکستان ورته د تګ اجازه نه ورکوي.
دغه راز الکوزى وايي: ((کله چې زموږ سوداګر خپل اسناد وړاندې کړي، چې دا توکي د ناټو نه دي، بيا پاکستانيان ورته وايي، چې ولې تاسې دغه توکي له خپله پاکستان څخه نه اخلئ.))
هغه وايي، دا په داسې حال کې ده، چې د نورو هېوادونو توکي افغان سوداګرو ته د پاکستاني توکو په پرتله په ارزارنه بيه پرېوځي.
افغانستان ته ډېر خوراکي او نور توکي د پاکستان له لارې راوړل کيږي .
د سرچينې د څرګندونو له مخې، دغه مهال په ورځ کې په عادي ډول د افغان سوداګرو ٥٠ کانټينر توکي د کراچۍ بندر ته راځي.
الکوزي وويل: ((که چېرې د دغو ستونزې د حل لپاره ژر تر ژره لار ونه موندل شي، نو د ګاز په څېر به د خوراکي تويو د کموالي او بييو د لوړوالي له جدي ستونزو سره مخ شو.))
د الکوزي د څرګندونو له مخې، پاکستان مخکې هم افغانستان ته له دې لارې په رالېږدونکو سوداګريزو توکو پر افغان حکومت د سياسي فشارونو د راوړلو په موخه بنديزونه لګولى و.
تېر کال هم په پاکستان کې د افغان سوداګرو په زرګونو کانټينره توکي د ډېر وخت لپاره په کراچې بندر کې تم شوي وو خو بيا د افغان حکومت د هڅو په پايله کې پرېښودل شول.
الکوزى له افغان چاواکو وغوښتل، چې اوس دې هم بايد د يادې ستونزى د حل په موخه جدي ګامونه پورته کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع وزارت وياند وحيدالله غازي خېل وايي، چې دوى هم په دې اړه له پاکستاني چارواکيو سره اړيکه نيولې، خو تر اوسه د پاکستان حکومت ځواب نه دى ورکړى.
دى وايي، تر لاسه شوي راپورونه څرګندوي چې د پاکستان حکومت تضمين غواړي تر څو دغه توکي د ناټو ځواکونو اړوند نه وي.
هغه وويل، دغه وزارت هڅې کوي، چې دې ستونزې ته د حل لاره پيدا کړي .
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د پاکستان د سفارت نظر هم واخلو، خو له دې امله چې نن (شنبه ) په کابل کې د پاکستان سفارت رخصت دى، اړيکه مو ورسره ټينګه نه شوه .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن