چارواکو د ماشومانو د ستونزو د هوارولو ژمنې وکړې
By احمدشاه عرفانيار Dec 17, 2011 - 16:55کابل (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٠): د هېواد يو شمېر ماشومانو د ولسي جرګې د کنفرانسونو په تالار کې له چارواکو سره خپلې ستونزې شريکې کړې او چارواکو يې د هوارولو ژمنې وکړې.
په يادو شويو ماشومانو کې د کابل، باميانو، ننګرهار او غور ولايتونو، په کابل کې د بغلان او تګاب د کډوالو د مېشت غالو، د معلولينو د ټولنيز مرکز (CCD)، د معلولينو له ماشومانو څخه د ملاتړ مرکز او د سړک پر سر د کارکوونکو ماشومانو (اشيانه) ١٢٠ تنه شامل وو.
د باميانو د ماشومانو د ملي شورا غړې شاوخوا ١٣ کلنه معصومه حيدري د ياد شوي ولايت د ماشومانو په استازيتوب وويل، چې په باميانو کې ماشومان ډېر سخت او درانه کارونه کوي.
هغې زياته کړه، چې په دې ولايت کې روغتيايي کلينيکونه، ښوونځي او د ماشومانو لپاره تفريحي پارکونه ډېر کم دي او د دې ولايت د ماشومانو لپاره روزنيز او سياحتي بورسونه نه شته.
دې وويل، چې د باميانو په لرې پرتو سيمو کې د نجونو ښوونځي هم نه شته.
د هرات د ماشومانو د ملي شورا په استازيتوب شاوخوا ١٢ کلنې منصورې غفوري وويل، چې په دې ولايت کې ماشومان له بېلابېلو تاوتريخوالو سره مخ دي او تر څنګ يې د سختو کارونو ترسره کولو ته هم اړ کېږي.
دې زياته کړه: (( بايد په هر ولايت کې د ماشومانو د مرستې مرکزونه وي، ترڅو ماشومان په مستقيم ډول خپلې ستونزې اړونده چارواکو ته ورسوي.))
د کابل د ماشومانو د ملي شورا په استازيتوب شاوخوا ١٤ کلنې فاضلې وويل، چې په دې ولايت کې د ښوونځيو ښوونکي له ماشومانو سره له تاوتريخوالي کار اخلي او ان دا چې وهي او ډبوي يې.
هغې زياته کړه: ((موږ د پوهنې له وزارت نه غواړو چې ښوونکي غير حاضري ونه وکړي او په عملي ډول درس ورکړي.))
دې په کابل ښار کې د ترافيکي اشارو، په ښوونځيو کې د لومړنيو روغتيايي مرستو او په ټلويزيونونو کې د ماشومانو د پروګرامونو له کموالي هم سر وټکاوه.
په کابل کې د بغلان په نوم د کډوالو د مېشت غالي د ماشومانو په استازيتوب شاوخوا ١٦ کلن احمد فريد وويل، چې دوى په ياد شوي مېشت غالي کې د څښاک د اوبو له نه شتوالي سره مخ دي.
هغه په داسې حال کې چې ويل يې، ياد شوي مېشت غالي ته نږدې ښوونځى نه شته، زياته کړه: ((موږ اوبو ته ضرورت لرو، موږ مکتب ته ضرورت لرو.))
ده چې د اوبو يوه شل لېتره بوشکه يې په لاس کې وه، وويل چې د دې مېشت غالي ماشومان اړ دي، چې په بوشکو کې له لرې واټن څخه اوبه راوړي.
د معلولينو له ټولنيز مرکز څخه شاوخوا ١٧ کلن احمدضياء محمودي وويل، چې په ټولنه کې له معلولو او معيوبو کسانو سره سم چلند نه کېږي.
هغه زياتوي: ((په ټولنه کې اکثره خلک موږ ته د ګوډ، ړانده او شل په نومونو غږ کوي، چې دا په ټولنه کې يو غلط فرهنګ دى، چې بايد له منځه يوړل شي.))
په ياده شوې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال دين محمد مبارز راشدي وويل، دغه وزارت هڅه کوي، چې په ملي او خصوصي ټلويزيونونو کې د ماشومانو روزنيز پروګرامونو ډېر شي.
هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې ياد شوى وزارت به د ماشومانو د انيس په نوم د مجلې تېراژ لوړ کړي.
د کابل د پوهنې مشر نجيب الله کامران هم په نننۍ ناسته کې شتون درلود او ويې ويل، چې د پوهنې په برخه کې به د ماشومانو يادو شويو ستونزو ته پاملرنه وشي او ژر به لرې شي.
په نننۍ ناسته کې يو شمېر نور حکومتي چارواکي هم حاضر وو.
په ولسي جرګه کې د ښځو د کمېسيون مشرې او د بدخشان د خلکو استازې وويل: ((ماشومانو هغې ستونزې مطرحه کړې، چې د هېواد ټول ماشومان ورسره لاس او ګرېوان دي، څو مسوولين ورته پام وکړي.))
کوفي زياتوي، کومې ژمنې چې د دولتي چارواکو له لوري ترسره کېږي، ډېر يې نه پلي کېږي؛ خو وايي چې دوى بايد خپلو هڅو ته دوام ورکړي او خپل غږ پورته کړي.
ورته راپورونه:
- Login to post comments

