ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا ولايتي شورا خپل دفتر د بهرنيو ځواکونو د عملياتو په غبرګون کې وتاړه

author avatar
18 Dec 2011 - 17:25
author avatar
18 Dec 2011 - 17:25

ګردېز (پژواک  ۲۷ ليندۍ ۹۰): د پکتيا ولايتي شورا غړو خپل دفتر د بهرنيو ځواکونو د هغو عملياتو په غبرګون کې وتاړه، چې د دې ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس پر کور يې ترسره کړي و.

 وړمه شپه د پکتيا د مرکز ګردېز اړوند د منګل کلا په سيمه کې د دغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس حفيظ الله احمدزي پر کور د بهرنيو ځواکونو له لوري عمليات شوي و، چې په ترڅ کې يې د ده د کورنۍ يوه ښځه مړه او څلور نورې ټپيانې شوې وې.

 په دې عملياتو کې بهرنيو ځواکونو، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس حفيظ الله احمدزی او د هغه دوه زامن له ځان سره بېولي وو.

 د پکتيا د ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي نن (د ليندۍ ۲۷مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، ترڅو پورې چې د دغې پېښې اصلي عاملين افغان دولت ته نه وي سپارل شوي، تر هغې به د ولايتي شورا دفتر تړلى وي.

 نوموړي وويل، چې د پېښې اصلي عاملين هغه څوک دي، چې دوى ته راپور ورکوي او د جاسوسۍ دنده ترسره کوي.

 د ده په وينا، تر راتلونکې جمعې ورځې پورې به يې دفتر په رسمي ډول بند وي او که له هغې وروسته يې هم عاملين افغان دولت ته ونه سپارل شي، دفتر به يې هماغسې تړلى وي.

 احدي زياته کړه: ((له دې وړاندې هم څو ځله دا ډول پېښې شوې او زموږ د غږ په پورته کولو هم کوم جدي اقدام نه دی شوی، خبري ناستو، لاريونونو او د دفترونو تړلو هم څه ګټه نه ده کړي؛ خو دا ځل به په جدي ډول وغواړو، چې د دې جنايت مجرمين پيدا کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.))

 نوموړي وويل، چې که حفيظ الله احمدزی د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس له وسله والو طالبانو سره اړيکې درلودې، نو ولې بېرته خوشی کړل شو او که نه يې درلودې، ولې نيول شوى و؟

 پر دې پېښې د پکتيا د ولايت مقام هم خپګان څرګند کړى او دا يې نه توجيه کېدونکې پېښه بللې ده.

 د پکتيا د والي وياند روح الله سمون پژواک اژانس ته وويل، چې دا عمليات د دوى له هر ډول همغږۍ پرته ترسره شوي او د هغه په وينا، دا يو ناوړه او وحشيانه عمل و.

 هغه وويل: ((دا د ولايت دريځ دی او موږ ته د يو رييس پر کور بريد په هېڅ ډول د زغلمو وړ نه دى او نه يې زغملای شو.))

 د پکتيا د احمدابا ولسوالۍ قومي مشر مقبل فضلي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په دې پېښه خواشيني دي او زياتوي، چې دا ډول پېښې هروخت تکراريږي او دولت يې په مخنيوي کې پاتې راغلى دى.

 د هغه په وينا، که دا ځل بهرني ځواکونه د دې پېښې راپور ورکوونکي د دولت عدلي ارګانونو ته ونه سپاري، دوى به په کرار نه کېني او پر سوله ييزو لاريونونو به لاس پورې کړي.

 يو بل قومي مشر عبدالله ګرديزي وويل، چې دوى تل په دا ډول پېښو غبرګون ښودلى؛ خو هر وخت د مرکزي دولت له خوا غولول شوي او پرته له کومې پايلې له يو څه وخت وروسته هر څه هېر شوي دي.

 نوموړي وويل: ((په ولسي جرګه کې د پکتيا ټول وکيلان دې د اعتراض په ډول دندو ته نه ځي او که چېرته دوى دا کار نه کوي، نو له دې وروسته دوى زموږ استازيتوب نه شي کولاى.))

 د يادونې وړ ده، چې د پکتيا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس حفيظ الله احمدزى وړمه شپه د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې نيول شوى و او نن بېرته راخوشې کړل شو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.