ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د ٦١ پروژو چارې پشپړې شوې

author avatar
18 Dec 2011 - 16:58
author avatar
18 Dec 2011 - 16:58

اسعد اباد (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٠): په کونړ ولايت کې د ملي پيوستون له خوا د ٦١ ميليونو افغانيو په لګښت د بيارغونې ٦١ پروژې بشپړې او ګټې ا خيستنې ته وسپارل شوې.

 د ملي پيوستون د پروګرام مسوول انجنير ميرزمان د ليندۍ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژې د کونړ په دانګام، پېچ درې، څوکۍ، خاص کونړ، چپې درې، اسمار، ناړۍ، غازي اباد، شيګل ولسواليو او مرکز اسعداباد کې د خلکو په لس سلنه ونډه اخيستو سره ترسره شوې دي.

  نوموړى وايي چې دا پروژې د ملي پيوستون په مالي لګښت د يوشپېته ميليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې، چې په کې سربندونه، کانالونه، د صحي اوبو نل غځونې، د برېښنا، د اوبو ذخيرې، سړک، کانال، کارېز او د تشنابونو پروژې شاملې دي.

 هغه زياته کړه، چې له دې پروژو څخه به د يادو شويو سيمو شپږ زره کورنۍ ګټه واخلي.

 ميرزمان وويل، تراوسه په کونړ کې ١٨٩١ پروژې منظور شوې، چې له دې جملې څخه يې دولس سوه دوه اويا يې بشپړې شوې او په شپږسوه نولسو يې کار روان دى.

  د اسعداباد اړوند د مسلم اباد سيمې اوسېدونکى مولوي عبدالواحد، د دغو پروژو د پلي کېدو مننه کوي او دا پروژې يې د امنيت راوستو په برخه کې ډېرې ګټورې وبللې.

 د دغو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي د ملي پيوستون کارونه تر ډېره د ولس په خوښه او ګټور وبلل او له خلکو يې وغوښتل، چې د پروژو په ساتنه او غوره والي کې دې له پوره دقت کار واخلي، ترڅو دا پروژې اوږدمهاله واوسي.

 د يادونې وړ ده، چې په کونړ کې د ملي پيوستون پروګرامونه په چټکۍ روان دي او تراوسه داسې ستونزه نه ده رامنځ ته شوې، چې دغسې پروګرامونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.