ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينې: د طالبانو او امريکا تر منځ خبرې اترې وروستي مهم پړاو ته رسېدلي

سرچينې: د طالبانو او امريکا تر منځ خبرې اترې وروستي مهم پړاو ته رسېدلي

author avatar
19 Dec 2011 - 13:30
سرچينې: د طالبانو او امريکا تر منځ خبرې اترې وروستي مهم پړاو ته رسېدلي
author avatar
19 Dec 2011 - 13:30

کابل (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٠): بريتانوي خبري اژانس رايټرز په خپل يو نوي راپور کې د امريکايي سرچينو په حواله ادعا کړې، چې د وسله والو طالبانو او د امريکا متحدو ايالتونو تر منځ خبرې اترې وروستي مهم پړاو ته رسېدلې دي.

رايټرز په دغه راپور کې، چې پرون خپور شوى، د امريکايي سرچينو په حواله ليکلي، چې دغه خبرې اترې په تېرو لسو مياشتو کې روانې وې او اوس يوې مهمې مرحلې ته رسېدلي دي.

سرچينې زياته کړه، چې د امريکا او د طالبانو د ملا محمدعمر د استازو تر منځ دغه خبرې اترې په قطر او جرمني کې ترسره شوې دي.

په ياد راپور کې راغلي، چې امريکايي چارواکي د دغو خبرو اترو دويم پړاو ته ننوتي او په دغه پړاو کې به، پر يو بل د باور په زياتولو خبرې وشي.

د رايټرز د راپور په ادعا، امريکايي چارواکو ورته ويلي، چې د باور د رامنځته کولو په موخه امريکا په دې غور کوي، چې له ګوانتانامو څخه د طالبانو بنديان خوشي کړي.

په ياد راپور کې د امريکايي چارواکو له خولې ښکل شوي، چې د دغو خبرو اترو لپاره طالبانو ته مخکې له مخکې شرايط نه اېښودل کېږي او په يادو خبرو کې به دا هم په ډاګه شي، چې طالبان کله او چېرې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

وسله والو طالبانو تل دغه ډول راپورونه او خبرې اترې رد کړې، خو امريکايي چارواکو په دې اړه بېلابېل نظرونه ورکړي دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمان څو ورځې مخکې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، چې دوى په ټيټه او لومړنۍ کچه کې له طالبانو سره اړيکې نيولې، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه وو، ورکړي.

نوموړي زياته کړې وه چې له دغو اړيکو موخه دا وه، څو وسله وال طالبان وهڅول شي، چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې برخه وګرځول شي.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا وسله وال طالبان به د سولې او خبرو اترو مېز ته راشي؟ د امريکا ځانګړي استازي وويل: ((زه هيله لرم چې داسې به وشي.))

ګروسمان د بهرنيو چارو د وزيرې مېرمن کلنټن پخوانيو څرګندونو ته په اشارې وويل، هغه څوک چې د سولې له پروسې سره يوځاى کېږي، بايد له القاعدې سره اړيکې پرې کړي، له تاوتريخوالي لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ته احترام وکړي، د ښځو او نورو بشري حقونو ته هم درناوى ولري.

هغه زياته کړې وه: ((دغه د خبرو اترو لپاره شرايط دي، طالبان هم خپل دريځ لري، خو که خبرې اترې هر ډول وي، موږ د افغان حکومت په مشرۍ د دې پروسې ملاتړ کوو.))

په دې وروستيو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو اوازې په داسې حال زياتې شوې، چې تېره اونۍ قطر په خپل هېواد کې د طالبانو لپاره د سياسي دفتر له پرانيستلو سره رضايت وښود.

که څه هم په لومړي سر کې د افغانستان حکومت له دغه کار سره کلک مخالفت وښود او خپل سفير يې له قطر څخه را وغوښت، خو يوه ورځ وروسته د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د جهادي مشرانو او ملي شخصيتونو په يوه غونډه کې وړانديز وشو، چې طالبانو ته دې په سعودي عربستان يا ترکيه کې دفتر پرانيستل شي.

دغه راز ولسمشر کرزي تېره ورځ له سي اېن اېن سره په يوه مرکه کې وويل، چې حکومت يې د طالبانو لپاره د سياسي دفتر د پرانيستو هرکلى کوي، چېرې چې افغان او نور چارواکي وکولاى شي، له هغو سره د روانې جګړې د سياسي هوارۍ پر لارو چارو خبرې وکړي.

د نوموړي په وينا، که چېرې د سياسي دفتر د پرانيستلو په اړه په خپله طالبان پرېکړه وکړي، نو دا به په دې مانا وي، چې دوى د سولې له خبرو اترو سره مخالفت نه لري.

په افغانستان کې د روانې جګړې د پاى کولو په موخه د سولې خبرې اترې هغه مهال ټکنۍ شوې، چې د سولې د عالي شورا مشر استاد برهان الدين رباني د وږي په ٢٩مه، په کابل کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د هغه له وژل کېدو وروسته ولسمشر حامد کرزي له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې وځنډولې او زياته يې کړه، چې هغوى د سولې لپاره ځانګړى ادرس نه لري.

د سياسي چارو يوه کارپوه محمد حسن حقيار د رايـټرز راپور ريښتينى بولي او وايي، چې په دې وروستيو کې څو څو ځلې د طالبانو او امريکا تر منځ پټې خبرې شوې دي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې افغان حکومت ولې له دغو خبرو ډډې ته ساتل شوى؟ پژواک ته وويل: ((حکومت خبر و، خو په خبرو اترو کې ورته ونډه نه ده ورکړل شوې.))

حقيار د دغه کار لامل د طالبانو شرايط په ګوته کوي او زياتوي، چې طالبانو له امريکا سره د خبرو اترو لپاره شرط ايښى دى، چې افغان حکومت به په کې ګډون نه کوي.

د هغه په وينا، طالبان په دې اند دي، چې افغان حکومت ټاکلى دريځ نه لري او هغوى بې صلاحيته هم دي.

نوموړى وايي، چې بهرنيان او په ځانګړې توګه امريکا هم په دې نظر ده، چې په حکومت کې يو شمېر کړۍ له خبرو اترو سره مخالف دي او د سولې خبرې اترې د ځان په زيان ګڼي.

د سياسي چارو يو بل کارپوه فضل الرحمن اوريا وايي، افغان دولت له بېلابېلو کړيو جوړ دى او په ريښتيني توګه نه غواړي، چې د سولې پروسه بريالۍ شي.

د هغه په وينا، نړيوالې ټولنې او امريکا دا درک کړې، چې د افغان دولت، پاکستان او ايران په شتون کې، په افغانستان کې د سولې پروسه نه شي بريالۍ کېداى او له همدې امله يې له طالبانو سره په خپله نېغې خبرې پيل کړې دي.

نوموړي وويل: ((افغان دولت دې له طالبانو سره د خبرو اترو او د سولې د پروسې په جريان کې تر پايه په حاشيه کې وساتل شي او د امريکا له خوا له طالبانو سره نېغې خبرې به د سولې پروسه ډېره ګړندۍ کړي.))

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.