ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو پوليس افسر او دوه وسله وال طالبان ووژل شول

يو پوليس افسر او دوه وسله وال طالبان ووژل شول

author avatar
19 Dec 2011 - 15:20
يو پوليس افسر او دوه وسله وال طالبان ووژل شول
author avatar
19 Dec 2011 - 15:20

قلعه نو (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٠): د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې يو پوليس افسر او دوه طالبان وژل شوي او يو بل طالب ټپي شوى دى.

د بادغيس امنيه قوماندان سمونوال محمدجبار صالح نن (د ليندۍ ٢٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نښته تېره شپه د بالامرغاب ولسوالۍ په پنيرک سيمه کې رامنځ ته شوه.

د ده په وينا، دغه نښته هغه وخت پيل شوه، چې وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ او په کې د پوليسو يو افسر ووژل شو.

صالح زياته کړه، چې په دې نښته کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

د سيمې يوه اوسېدونکي سید نورالدین پژواک ته وويل: ((د ډزو غږونه د پوستې له خوا اورېدل کېدل او نږدې شل دقيقې يې دوام درلود.))

هغه زياته کړه، چې سهار وختي مې د يوه پوليس مړى وليد، چې د نورو پوليسو له خوا له سيمې وړل کېده.

وسله والو طالبانو هم د دغې نښتې پخلى کړى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي دعوه کوي، چې په دې نښته کې درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپي شوي دي.

د ده په وينا، په نښته کې وسله والو طالبانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده، چې شل ورځې وړاندې هم د وسله والو طالبانو په يوه کمين کې په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي وو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.