ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکو سږکال په کونړ کې د شاوخوا ٦٠٠ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ

author avatar
19 Dec 2011 - 19:17
author avatar
19 Dec 2011 - 19:17

اسعداباد (پژواک٢٨ليندۍ٩٠): د روان لمريز کال له پيله افغان او نړيوالو ځواکونو په ګډه په کونړ او نورستان ولايتونو کې ٤ ستر او تر ٥٠٠ واړه پوځي عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ٦٠٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 دا خبره په ختيځو ولايتونو کې د ٢٠١سېلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا وياند جګړن  شيرين اقا، نن د کونړ په مرکز اسعد اباد کې په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وکړه.

 هغه وويل، چی ياد شوي عمليات په کونړ او د نورستان ولايت په برګمټال او کامدېش ولسواليو کې ترسره شوي دي.

 سرچينه وايي، چې په ترسره شويو عملياتو کې په لسګونو ميله درنه او سپکه وسله او همداراز يو شمېر د موټرو ضد ماينونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

 جګړن شيرين اقا زياته کړه: ((د څلورو لويو عملياتو ترڅنګ مو٥٠٠ واړه عمليات اجرا کړي، چې پايله کې يې شاوخوا ٤٦٧ تنه وسله وال وژل شوي،١٠٠ ټپيان او ٨٠ نور ژوندي نيول شوي دي.))

 په ختيځو ولايتونو کې د٢٠١ سېلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا وياند جګړن شيرين اقا په داسې حال کې، چې په يادو شويو عملياتو کې يې د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرل، وويل چې په دې عملياتو کې د ملی اردو ٥ سرتېري وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

 د هغه په وينا، د ګډو ځواکونو د څلورو سترو عملياتو په ترڅ کې د اسمار او ناړۍ ولسواليو ترمنځ سړک يې د مخالفينو له شتون څخه پاک کړى دى.

 هغه وويل چې د همدې لارې په اوږدو کې يې دوه امنيتي پوستې جوړې کړي، چې خلک اوس په اسانۍ سره له ناړۍ څخه اسعداباد او له اسعداباده ناړۍ ته تګ راتګ کولاى شي. همداراز له کونړ څخه د نورستان مرکز پارون ته خوراکي او نور اړين توکي رسول شوي دي.

 جګړن شيرين اغا دا هم وويل، که په ٢٠١٤زېږديز کال کې نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، نو افغان ملي اردو د خپل هېواد د امنيت ساتلو ته چمتو ده او دا توان لري چی د وسله والو د هر بريد ځواب ورکړي.

 خو وسله وال طالبان بيا د دولتي چارواکو خبره، چې د روان کال له پيله يې په دومره کچه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، ردوي.

 د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هغوى د دغو ولايتونو په عملياتو کې ګډو ځواکونو ته زياته مرګ ژوبله اړولې ده.

 خو هغه په دې عملياتو کې د ګډو ځواکونو له خوا طالبانو او يا هم د دوى له خوا ګډو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه څه ونه ويل.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.