ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

((خانان په باليووډ کې)) کتاب چاپ شو

((خانان په باليووډ کې)) کتاب چاپ شو

author avatar
20 Dec 2011 - 12:39
((خانان په باليووډ کې)) کتاب چاپ شو
author avatar
20 Dec 2011 - 12:39

کابل (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠): د هېواد د ځوان ليکوال او ژورنالست محبوب الله خان له خوا ليکل شوى څېړنيز اثر (خانان په باليووډ کې) چاپ او بازار ته وړاندې شو.

دغه کتاب په ٢٤٤ مخونو کې، چې رنګينه او ښکلې پښتۍ لري، په جرمني کې د افغانستان کلتوري ودې ټولنې له خوا د ١٣٩٠ لمريز کال د ليندۍ په مياشت کې خپور شوى دى.

دغه کتاب، د خپرندويې ټولنې له يادښت، د ليکوال له سريزې او د يو شمېر نورو کسانو له ليکنو پرته پر پنځو برخو وېشل شوى دى.

د کتاب لومړۍ برخه په ټوليزه توګه د هندي سينما پېژندنې، دويمه يې د هندي سينما او افغانستان ته، درېيمه يې په هندوستان کې د خانانو ژوند ته، څلورمه، په هندي سينما کې د خانانو رول او پنځمه برخه يې د(خانان په باليووډ کې) ته ځانګړې شوې ده.

په دې کتاب کې د باليووډ يو شمېر خان ستورو سره ځانګړې مرکې هم شوې دي.

 دا چې د دغې موضوع انګېزه څنګه رامنځته شوه، د دغه اثر ليکوال محبوب الله خان وايي: ((زه چې ماشوم وم نو ستوري مې ډېر خوښېدل، ډېره مينه مې ورسره وه او هره شپه به مې ستوري شمېرل، لس کاله د مخه چې د هنر ډګر ته راووتم، د راډيو، ټلويزيون، ډرامې او سينما له چارو سره بلدم شوم او د هنري ډګر له بېلابېلو لوبغاړو او اتلانو سره مې ناسته ولاړه پيل شوه؛ نو دا خبره مې په ذهن کې نور هم پخه شوه، چې د دغه ډګر يو شمېر اتلان په رښتيا سره هم ستوري دي.))

محبوب د ليندۍ په ٢٩مه له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې درې کاله مخکې د هندوستان پلازمېنې نوي ډيلي ته د هندوستان د ملي راډيو (آل انډيا) پښتو څانګې ته د کار لپاره ولاړ او هلته يې د کلتوري او هنري پروګرامونو په جوړولو پيل وکړ، چې يو هم په کې د (ځلانده ستوري) په نوم پروګرام و، چې د هندي سينما او فلمي ستورو په اړه يې معلومات خپرول.

هغه وايي: ((په دې فلمي ستورو کې به يې ډېرى خانان وو او چې د هغوى ژوند ليک مې وکتلو،نو په سر کې به يې ليکل شوي وو، چې دا ستورې له افغانستان او پښتونخوا سره تړاو لري.))

نوموړى، چې په هندي سينما کې يې د خانانو پرونډې څېړنه کړې، زياتوي، دغه خانان ستوري، چې په هندي سينما کې په کار بوخت دي، د دوى افغاني ريښه يوه دعوا نه، بلکې دوى په خپله ځانونو ته پښتانه وايي او ځان په افغانستان پورې تړي او پر دې وياړي هم.

ليکوال وايي، چې په دې اړه، د څېړنې او کتاب چاپولو په برخو کې ورسره افغان ملي بانک، لېوال شرکت، الکوزي ګروپ، د خوست او ميدان وردګو واليانو، د پښتني بانک مشر ګل مقصود ثابت او يو شمېر نورو کسانو مالي مرسته کړې ده.

د اطلاتو او فرهنګ وزارت مرستيال پوهنمل غلام نبي فراهي د دغه اثر (خانان په باليووډ کې) په اړه وايي، دغه کتاب ځکه ډېر مهم دى؛ چې په کې د هندي سينما د پښتنو خانانو لنډ تاريخ بيان شوى دى.

هغه زياته کړې: ((ليکوال د دغو خانانو کورنۍ شجره او پخوانۍ سابقه پيدا کړې او دا يې ثابته کړې، چې دغه خانان په اصل کې پښتانه دي.))

د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون عمومي رييس زرين انځور وايي، د محبوب الله خان د دغه څېړنيز اثر ارزښت په دې کې دى، چې د افغانانو د استعدادونو څرګندونه په کې شوې، چې د هند په څېر په پراخه ټولنه کې څنګه دوى ځانونه د هنر لوړو پوړونو ته رسولي دي!

نوموړي زياته کړې: ((دا کتاب د ټولې سيمې په کچه د افغانانو د پياوړي هنري د دريځ غوره بېلګه ده.))

د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل په دې اړه وايي: ((خانان په باليووډ کې، يو ډېر مهم کتاب دى، چې په خپرېدو سره يې د هندوستان او افغانستان ولسونه نور هم سره نږدې شول.))

نوموړى وړانديز کوي، چې که دغه کتاب په هندي او انګلسي ژبه هم چاپ شي، نو له دې سره به د هند او نورې نړۍ خلکو ته دا څرګنده شي، چې د هندي سينما او اوسني باليووډ وتلي او مخکښ ستوري په خټه پښتانه دي او افغاني ريښه لري.

د هېواد وتلى ليکوال او مورخ او په هند کې د افغانستان سفارت کولتوري اتشه استاد خالق رشيد هم وايي، چې د هندي سينما (باليووډ) ډېرى وتلي لوبغاړي پښتانه او افغانان دي او پر خپل افغانيت باندې وياړي.

د نوموړي په وينا، دا چې محبوب الله خان وکولاى شول د هند د سينما په اړه يو شمېر ويلي او نا ويلي د دغې سينما د اوج په شپو ورځو کې چاپ کړي، دا ډېره د خوشحالۍ خبره ده او په دغه سفر کې يې هر دم او قدم د ستايلو وړ دى.

هغه زياتوي: ((نوموړي د دغه کتاب په وسيله موږ پر هغو نا ويل شوو خبر کړو، چې تر اوسه مو يا نه وې اورېدلې او يا مو لږ اورېدلې وې.))

صفيه حليم، چې د هندوستان پر پښتنو يې څو کتابونه ليکلي، د محبوب الله خان د کتاب په اړه وايي، دا لومړى کتاب دى چې پر دې موضوع په پښتو ژبه کې ليکل شوى دى.

نوموړې زياته کړې: ((په دې کتاب کې نه يواځې د پښتنو هنرمندانو، بلکې د هندي فلم د ودې او پرمختګ په اړه هم معلومات ځاى پر ځاى شوي.))

د دغه کتاب ليکوال محبوب الله خان وايي، چې دغه کتاب به ډېر ژر به په هندي، دري، انګليسي او اردو ژبو کې چاپ شي.

Views: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.