خوست ښار(پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠) : په خوست ښار کې د کابل بانک پر څانګه د وسله وال بريد په ترڅ کې بريد کوونکى ووژل شو.
د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال زيارت ګل اژانس د ليندۍ په ٣٠ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار په لسو بجو او ٢٠ دقيقو يوه وسله وال بريدکوونکي د کابل بانک پر ودانۍ بريد وکړ، خو پوليسو ډېر ژر له منځه يووړ.
د هغه په وينا، وسله وال تن غوښتل د کابل بانک پر ودانۍ او له همدغه ځايه د خوست پر امنيه قوماندانۍ بريد وکړي.
نوموړي وويل، چې په دې بريد کې پوليسو او د کابل بانک کارکوونکو ته زيان نه دى اوښتى او د بريد کوونکي جسد اوس ( ١١:١٥ ) هم د کابل بانک ودانۍ مخې ته پروت دى.
د زيارت ګل په وينا، دوى له مخکې راپور درلود، چې په خوست ښار کې يو شمېر وسله وال کسان د بريد نيت لري.
ده زياته کړه: ((موږ له مخکې راپور درلود او له همدې امله مو پوره تيارى ورته درلود، يو يې ووژل شو او د نورو په اړه په ښار کې پلټنې روانې دي.))
خو د خوست د ملکي روغتون مشر ډاکټر مجيد منګل پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى روغتون ته د پېښې له سيمې يو ټپي راوړل شوى دى.
د هغه په وينا، ياد ټپي د کابل بانک ساتونکى دى او روغتيايي حالت يې ښه دى.
د يادونې ده، چې يو ځل مخکې هم په کابل بانک باندې وسله والو ډله ييز بريد کړى و، چې له امله يې د ياد بانک ودانۍ ته زيان اوښتى و.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن