پل علم (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠): پارلماني پلاوي چې د دولتي ادارو د کړنو او د خلکو د ستونزو د څېړنو لپاره لوګر ته تللى و، د دې ولايت والي يې بې کفايته وباله.
په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي حاجي اکبر ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولايت والي د هغوى د کار د څارلو مخنيوى کړى دى.
د هغه په وينا، هغوى د نواب ګل په مشرۍ د يوه پلاوي په چوکاټ کې د دولتي ادارو د کړنو او د لوګر د خلکو د ستونزو د څارنې لپاره لوګر ته تللي وو؛ خو والي هغوى ته د دولتي دوايرو د کړنو د څارنې اجازه ورنه کړه.
سرچينې وويل: ((په لومړي سر کې مو غوښتل له والي او دولتي مشرانو سره يوه ناسته ولرو؛ خو د والي له لوري خبر راغى چې غونډه لغوه شوې او والي د څارنې اجازه را نه کړه.))
حاجي اکبرزاده زياته کړه، په داسې حال کې چې د دندو د پرمخ وړلو لپاره يې د ولسمشر فرمان له ځان سره درلود؛ خو د لوګر والي عتيق الله لودين د هغوى کار ناقانونه وګاڼه.
نوموړي زياته کړه، چې د لوګر په اداره کې د کمزوري والي شتون د دې لامل شوى، څو په دې ولايت کې يو کمزوره حکومتي سيستم رامنځ ته شي.
په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو يوه بل استازي انجنير صاحب خان احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې هغوى د اداري درغليو، اختلاس او د امنيت د نه شتون له کبله، د لوګر د اوسېدونکو د شکايت پربنسټ د يوه جګپوړي پارلماني پلاوي په مشرۍ لوګر ته تللي وو.
نوموړي همداراز وويل، چې د لوګر والي دوى ته د ادارو او د هغوى د کار د څارنې اجازه نه ده ورکړې او د هغوى کار يې ناقانونه بللى دى.
سرچينې په داسې حال کې، چې د لوګر والي يې بې کفايته کس وباله، زياته يې کړه، څېړنې ښيي چې د لوګر په ځينو ادارو کې درغلي شتون لري، چې دا ستونزه د والي د بې کفايتۍ له امله راولاړه شوې ده.
احمدزى زياته کړه، چې له دولتي ادارو څخه څارنه او د خلکو ستونزو ته د حل لار موندل، د هغوى قانوني حق دى.
نوموړي په لوګر کې د ټولو ستونزو راټوکېدل، لکه ناامني، په ځينو سيمو کې د وسله والو طالبانو شتون، اداري فساد او اختلاس په دې ولايت کې د اوسني والي موجوديت وباله.
د لوګر يوه دولتي چارواکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، خو په دې ولايت کې د ادارو له رييسانو سره د پارلماني پلاوي په لومړۍ ناسته کې يې برخه درلوده، د وکيلانو د خبرو پخلى يې وکړ.
هغه پژواک ته وويل، چې والي په دې ناسته کې وکيلانو ته وويل، چې د ولسمشر فرمان نه مني او د هغوى کار ناقانونه دى.
سرچينې په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
د لوګر اوسېدونکي هم له دولتي ادارو څخه سرټکوي او وايي، چې د دې ادارو کار سوکه پرمخ ځي.
د پل علم ښار يوه اوسېدونکي ذبيح پژواک ته وويل: ((ډېرى وخت بايد د يوه عادي اداري کار لپاره د ورځو انتظار وباسو، څو مامورين کار وکړي.))
هغه همدارنګه په ډاګه کړه، چې وسله وال طالبان د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې پراخ شتون لري او په ورانکارو کړنو لاس پورې کوي.
پژواک له ډېرو هڅو سره سره، بيا هم د لوګر والي عتيق الله لودين د نظر په اخيستو بريالى نه شو؛ خو د هغه وياند د ولسي جرګې د وکيلانو دا ادعاوې رد کړې.
د والي وياند دين محمد دروېش پژواک ته وويل، چې د لوګر والي په دې ولايت کې د پلاوي د شتون له لومړۍ شېبې څخه له هغوى سره د خپلې همکارۍ چمتووالۍ اعلان کړ.
نوموړى په داسې حال کې، چې د وکيلانو ادعاوې بې بنسټه بولي، زياته يې کړه: ((اوس هم چمتو يو چې وکيلان راشي او د دولتي ادارو کړنې وڅاري.))
خو د ولسي جرګې وکيل حاجي اکبر ستانکزي له پژواک سره په مرکه کې وويل، چې يواځې د خلکو ستونزې يې واورېدې او کابل ته ستانه شول، څو دا ستونزې له مرکزي چارواکو سره شريکې کړي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن