لښکرګاه ( پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠ ) : د هلمند ولايت په ګرشك ولسوالۍ كې پوليسو د يوه كمين په ترڅ كې څلور وسله وال طالبان وژلي دي .
د دې ولايت د والي وياند داوود احمدي د ليندۍ په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو يادو طالبانو ته د ده ادم خان په سيمه كې كمين نيولى و.
د هغه په وينا، ددې کمين په ترڅ کې نښته رامنځته شوه، څلور طالبان و وژل شول ، خو پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
احمدي وايي چې له وژل شويو طالبانو څخه پوليسو ته يوه عراده سراچه موټر،دوه حلقې شل كيلو يي ماينونه او يو ميل كلاشينكوف لاسته ورغلي دي .
همدا راز احمدي وايي چې تېره ورځ دګر شك ولسوالۍ په سپين جومات سيمه كې د ولسي وګړو يو مازدا موټر په ماين ختلى، چې په ترڅ كي يې د مازدا موټر چلونكى وژل شوى دى.
نوموړي زياته کړه چې دا ماين د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پرځاى شوى و .
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ددوى دډلې يو تن وياند قاري يو سف احمدي وايي چې تېر ماښام يې د ګرشك ولسوالۍ د نهرسراج د پوپل زو په سيمه كې يې ديوه بريد په ترڅ كې اته پوليس وژلي دي.
خو په دې اړه دهلمند دامنيه قوماندانۍ دهمغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتك وايي چې تېرمازيګر يواځي څودقيقې طالبانو له لرې سيمې څخه پر پوليسو ډزې وكړې، چې زيان يې نه درلود.
نوموړى زياتوي چې په همغه سيمه كې نن سهارد پوليسو په رېنجر موټر د ماين چاودنه شوې ده، چې په ترڅ كې يې يو پوليس ټپي شوى دى.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن