ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر شپني عملياتو ټينګار به له امريکا سره د ستراتيژيک سند لاسليک وځنډوي

پر شپني عملياتو ټينګار به له امريکا سره د ستراتيژيک سند لاسليک وځنډوي

author avatar
21 Dec 2011 - 09:13
پر شپني عملياتو ټينګار به له امريکا سره د ستراتيژيک سند لاسليک وځنډوي
author avatar
21 Dec 2011 - 09:13

کابل (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠): د ولسمشر وياند وايي، چې د ناټو له خوا د شپې پر عملياتو ټينګار به، د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو پر سند لاسليک له ځنډ سره مخ کړي.

ولسمشر حامد کرزي درې ورځې مخکې د ناټو پر شپنيو عملياتو وروسته له هغه کلکې نيوکې وکړې او ويې ويل، چې دوى ته نور د منلو وړ نه دي، چې دغو ځواکونو د پکتيا ولايت د نشه يي توکو د مبارزې د رييس ډاکتر حفيظ الله احمدزي پر کور عمليات وکړل.

د دغو عملياتو پر مهال د ډاکتر احمدزي مېرمنه ووژل شوه، درې نورې مېرمنې ټپيانې او ناټو ځواکونو ډاکتر حفيظ الله له دوو زامنو سره بنديان کړل.

د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان امنيت شورا دغه پېښه په کلکه وغندله او د ناټو عمومي قوماندان جنرال الن ته يې وويل، چې نور د شپې له خوا عمليات افغانانو ته د منلو وړ نه دي.

ولسمشر زياته کړې وه: ((د افغانستان د دولت او نړيوالو ځواکونو له خوا د افغانانو پر کورونو باندې د شپې له خوا د عملياتو په اړه جدي ستونزې شتون لري او په دې اړه په تېره دوديزه لويه جرګه کې هم د دغو عملياتو پر فوري بندېدو ټينګار شوی دی.))

خو د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو وياند په يوه خبري غونډه کې د شپې پر عملياتو ټينګار وکړ  او دغه ډول  عمليات يې اغېزمن وبلل.

د ايساف وياند کارسټين جکوبسن (Carsten Jacobson) زياته کړه، چې ټول شپني عمليات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ کې ترسره کېږي او په څه باندې ٨٥سلنه عملياتو کې ان يو ډز هم نه کېږي.

بلخوا د ولسمشر وياند اېمل فيضي د ايساف د وياند پر څرګندونو کلک غبرګون ښودلى  او دا يې رد کړې دي.

هغه زياته کړې، چې  د ايساف د وياند وروستۍ څرګندونې د دوديزې لويې جرګې له مشورو سره په ټکر کې  دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې اېمل فيضي ويلي، چې د ناټو د وياند وروستۍ څرګندونې د دوديزې لويې جرګې  له مشورو او پرېکړو سره په ټکر کې  دي او ولسمشر کرزي هم  په وار وار د ناټو له ځواکونو غوښتي، چې نور دې بهرني سرتېري د افغانانو کورونو ته نه ورځي.

ده زياته کړه: ((دا ډول څرګندونې کولای شي له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند د لاسليک کولو په اړه  د روانو خبرو پر بهير منفي اغېزې ولري او له نور ځنډ سره به يې مخ کړي.))

په تېره دوديزه لويه جرګه کې د افغانستان د خلکو استازو حکومت ته مشوره ورکړه، چې د ناټو ځواکونو له خوا دې د شپې عمليات بند شي او د افغانانو کورونو ته دې د هغوی له ورتګ او تلاشۍ څخه مخه ونيول شي.

همدارنګه، د جرګې برخه والو پر دې باندې ټينګار وکړ، چې د بهرنيو ځواکونو له خوا دې د افغانستان ملي حاکميت په تمامه معنی رعايت شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.