ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني والي پر خپل شخصي لګښت موزيم جوړوي

د غزني والي پر خپل شخصي لګښت موزيم جوړوي

author avatar
22 Dec 2011 - 15:34
د غزني والي پر خپل شخصي لګښت موزيم جوړوي
author avatar
22 Dec 2011 - 15:34

غزني ښار (پژواک،د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٠): د غزني والي موسي خان اکبرزاده د ولايت په ودانۍ کې په خپل شخصي لګښت د تاريخي اثارو موزيم جوړوي.

والي د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې مهاله يې ٦٧ قلمه تاريخي اثار راټول کړي، چې د ده په وينا، شاوخوا ٩٠٠ کاله لرغونتيا لري.

د والي په خبره، چې د ولايت په ودانۍ کې د جوړېدونکي موزيم د اثارو شمېر به تر ١١٠٠ بېلابېل ډول اثارو پورې ورسېږي.

اکبرزاده وايي، چې په دغو اثارو کې هغه لاسي بمونه هم شامل دي، چې ٩٠٠ کاله پخوا حکومت او واکمنيو د خپل غليم پر خلاف په جګړه کې کارول.

هغه زياته کړه، چې دغه اثار يې د څېړنې او کتنې په موخه د غزني ولايتي بيارغونې ډلې ته ورکړي وو، چې هم يې لرغونتيا معلومه شي او هم د هغو باروتو په اړه څېړنه وشي، چې نهه پېړۍ پخوا په دغو لاسي بمونو کې کارېدلي دي.

د غزني والي موسي خان اکبرزاده وايي، چې دغه اثار به تر ٢٠١٣ کال پورې، چې غزني د اسلامي هېوادونو له لوري د اسلامي تمدن او کلتور پلازمېنه نومول کېږي، د ولايت په ودانۍ کې وساتل شي او له هغه وروسته به موزيم ته وسپارل شي.

د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي بيا وايي، چې د دغو تاريخي اثارو د موندل کېدو ځاى نه دى معلوم، نو له همدې امله يې لرغونتيا هم نه شي معلومېداى.

د غزني د اطلاعاتو او کولتور رييس حميدلله سروري وايي، چې دغه اثار له کوم پټ ځايه لاس ته راغلي، چې نه يې سيمه معلومه ده او نه يې لرغونتيا ښه څرګندېداى شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ٩٠٠ کاله پخوا په جګړو کې لاسي بمونه نه کارېدل او د هغه مهال د جګړو وسله توره او غشي وو.

د سروري په وينا، چې ښايي دغه اثار به ٦٠٠ کاله پخوا د تيموريانو د زماني وي، چې هغه مهال جنګي وسايل يو څه عصري شوي وو.

د سروري په خبره، د دغو اثارو په اړه بايد د اطلاعاتو او کولتور وزارت د لرغون پېژندنې ادارې څېړنه کړې واى او هم يې هغه ځاى معلوم شوى واى، چې دغه اثار په کې موندل شوي دي.

خو والي وايي، چې د دغو اثارو د موندنې ځاى پټ ساتل شوى، تر څو په کار کې امنيتي او تخنيکي ستونزې را پيدا نه شي.

والي دا هم وايي، چې دغه اثار يې د خلکو په مرسته ترلاسه کړي او هغو ته يې په بدل کې يوه اندازه پيسې هم ورکړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزني د موزيم زرګونه قلمه تاريخي اثار په کابل کې ساتل کېږي او په خپله د غزني موزيم دروازه د ايټالوي لرغونپوهانو له لوري اوه کاله مخکې وتړل شوه.

Visits: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.