ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايران په زوره افغان کډوال له خپل هېواده نه اوباسي

author avatar
24 Dec 2011 - 17:02
author avatar
24 Dec 2011 - 17:02

کابل (پژواک٣ ليندۍ٩٠) : د کډوالو او راستنيدونکيو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګوا کې د ايران حکومت په خپل هېواد کې ٩٠٠ زره اسناد لرونکيو افغان کډوالو ته د وتلو لپاره درې مياشتې وخت ورکړ ى دى.

تېره اونۍ د ايراني رسنيو په استناد داسې راپورونه خپاره شول ، چې د ايران دولت په دې وروستيو کې له دغه هېواد څخه د وتلو لپاره افغانانو ته درې مياشتې وخت ورکړى .

د مهر په نوم ايراني خبري اژانس د ايراني چارواکيو په حواله ليکلي و، چې د افغان کډوالو د کورنيو له مشرانو يې غوښتي، چې په درېيو مياشتو کې دې په خپل هېواد کې د ځان او کورنيو لپاره کاروبار وګوري او له دغه هېواده دې ووځي.

خو دافغانستان د کډوالو او راستنېدونکيو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت د مرغومي په درېيمه په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د ايران حکومت هغو افغان کډوالو ته چې په دې هېواد کې د اوسېدو اسناد لري، ويلي و، چې کولى شي د درې مياشتو په موده کې په ازاد ډول افغانستان ته لاړ شي او د بېرته ستنېدو لپاره په خپل هېواد کې حالت و ارزوي.

 هغه زياته کړه: (( د هرې افغاني کورنۍ يو غړى په همدې درې مياشتو کې کولى شي افغانستان ته راشي له خپلو سيمو ليدنه وکړي، که يې مناسب وبلل، نو له کوم اجبار پرته په خپله خوښه کولى شي افغانستان ته راشي. ))

 د جرئت په وينا، ايران په پام کې نه لري چې په دې هېواد کې شته افغان ګډوال په زوره اوباسي.

 د هغه د معلوماتو له مخې، په ايران کې يو ميليون او ٤٠٠ زره غيرقانوني او ٩٠٠ زره قانوني افغان ګډوال اوسېږي.

 د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته له ايران او پاکستان څخه زيات شمېر افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي ، خو داسې ښکاري چې لاهم په دې هېوادونو کې ډېر افغان کډوال اوسېږي، چې د بيکارۍ او امنيت د خرابولي له امله نه غواړي افغانستان ته راوګرځي.

 ټاکل شوې وه، چې د روان ميلادي کال تر پايه، چې لس ورځې يې پاتې دي، په توکيو کې د افغانستان، ايران، پاکستان او جاپان تر منځ   په ايران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعيت ارزولو په اړه غونډه جوړه شي.

 جرئت همداراز د اندونيزيا په اوبوکې د ناقانونه کډوالو د بېړۍ ډوبېدو ته،  چې يو شمېر افغانان هم پکې شامل و، ګوته ونيوه او ويې ويل چې دغه وزارت له څو نورو اړونده ادارو سره په پام کې لري ، چې د ناقانونه مهاجرتونو د زيانونو په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکولو په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي.

 ياده بېړۍ د تېرې شنبې په ورځ د اندونيزيا د جاوا ټاپو په اوبو کې ډوبه شوه، چې د مړو او ژغورل شويو کسانو کره شمېره يې نه ده معلومه ، خو ويل کيږي چې يو شمېر افغانان هم پکې شامل دي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.