ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کلات ښاريان د تفريحي پارکونو د جوړېدو غوښتنه کوي

د کلات ښاريان د تفريحي پارکونو د جوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
24 Dec 2011 - 16:36
د کلات ښاريان د تفريحي پارکونو د جوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
24 Dec 2011 - 16:36

کلات (پژواک ٣ مرغومى ٩٠): د زابل ولايت د مرکز کلات اوسېدونکي له حکومت څخه په ښار کې د تفريحي پارکونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

دوي وايي، چې د تفريح لپاره د مناسب ځای شتون د ټولنې د هر قشر لپاره خورا مهم ضرورت دی او بايد چې دولت او مرستندويه ټولنې د دغې اړتيا د پوره کولو لپاره جدي پاملرنه وکړي.

د کلات ښار د ميرويس مېنې يوه اوسېدونکي دين محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کلات ښار کې د تفريح لپاره جوړ شوي ځايونه ډېر لږ دي.

هغه زياته کړه، چې په تېرو لسو کلونو کې د خلکو له بيا بيا غوښتنو سره هم تر اوسه يواځې يو وړوکی تفريحي پارک د ولايتي بيارغونې ډلې له لوري رغول شوی، چې لا هم پوره امکانات او ځای نه لري.

نوموړی وايي، چې دغه پارک د ميرويس مېنې په ساحه کې جوړ شوی، خو د ښار له نورو برخو څخه خلک نه شي کولای دلته راشي؛ ځکه دا د ښار له نورو برخو څخه ډېر لري دی.

د کلات ښار يو بل اوسېدونکی او د شيخ مټي لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکی سيف الله هم په دې نظر دی، چې تفريحي ځايونه ډېر لږ، خو اړتيا ورته زياته ده.

هغه له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، چې د زده کړې او مطالعې لپاره تفريحي پارکونه، چمنونه او نور ارام ځايونه ډېر ښه دي، خو په زابل کې داسې ځای نشته.

د ده په خبره، چې په نورو ولايتونو کې پارکونه شته او زده کوونکي په پوره ارامۍ سره هلته د مطالعې لپاره ځي؛ ځکه څومره ګټوره مطالعه چې په ازاده او ارامه فضا کې کېدای شي، هغه په خونه کې نه شي کېدای.

د کلات ښاروالۍ هم د ښاريانو دا ستونزه مني، خو زياتوي، چې دوى يې د حل لارې په لټه کې دي.

د کلات ښاروال جنت ګل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د خپلو هڅو په لړ کې توانېدلي چې د ولايتي بيارغونې ډلې په مالي مرسته د نږدې شپږ جريبه ځمکې په ساحه کې يو تفريحي پارک ورغوي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه پارک کې د فوټبال لپاره ميدان او مصنوعي چمن او همدارنګه د ماشومانو د لوبو يو شمېر وسايل ځای پر ځای شوي او اوس ترې خلک ګټه اخلي.

هغه وويل، دوى هڅه کوي، چې د کلات د بالاحصار څنډې، چې د ښار په مرکز کې موقعيت لري او ډېر پراخ ځای دی، تفريحي پارک کړي.

د ده په خبره، چې د بالاحصار د څنډو تر ټولو لويه ستونزه د اوبو نشتوالی دی او دوى د دغې ستونزې د حل او پارک جوړولو لپاره د ولايتي بيارغونې ډلې او همدارنګه د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې له وزارت سره اړيکې نيولې او د مرستې غوښتنه يې ترې کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.