د ميدان وردګو د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه د مرغومي په ٤ مه پژواک اژانس ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سيالۍ د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) د (RAMP UP/E) په مالي ملاتړ د دې ولايت د اولمپيک امريت له خوا ترسره شوې.
د سرچينې په وينا، د واليبال دغه سيالۍ د ميدان وردګو د ١٢ بېلابېلو لوبډلو ترمنځ د ليندۍ مياشتې په ٢٣ مه پيل شوې وې، چې نن يې پايلوبې ته د ميدان ښار د خورشيد او لمر لوبډلې وتلې وې او خورشيد لوبډلې د دغو سياليو لومړى مقام خپل کړ.
په خبرپاڼه کې د ميدان وردګو د والي محمد حليم فدايي له خولې راغلي، چې دا ډول لوبې ځوانان له ناوړه کارونو راګرځوي او پر سالمه بوختيا يې عادت کوي.
د هغه په خبره، ځوانان بايد د دولت وسلوالو مخالفينو ته د همدې لوبو له لارې د سولې پيغام ورسوي.
په خبرپاڼه کې زياته شوي، چې د ميدان وردګو د اولمپيک امر عين الله حقبين وويل، چې د رمپ اپ اي اداره په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې په دې ولايت کې د تکواندو، فوټبال او د کرکټ سيالۍ هم پيل کړي.
د سرچينې په وينا، د سياليو په پاى کې د امريکا د پرمختيايي ادارې له خوا برابرې شوې ډالۍ د ميدان وردګو والي او د ولايتي شورا رييس په لوبغاړو وويشلې.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن